دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهمېرمنيملګري ملتونه ،د طالبانو له لوري د افغان نجونو پر زده کړو...

ملګري ملتونه ،د طالبانو له لوري د افغان نجونو پر زده کړو بندیز راتلونکي نسلونه سخت اغېزمنوي

ویب ډیسک

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشره سیما باهوس وايي، د طالبانو له لوري د افغان نجونو پر زده کړو بندیز راتلونکي نسلونه سخت اغېزمنوي.

 

باهوس په هېواد کې د نوي ښوونیز کال پیل په مناسبت ویلي، طالبان دې پرته له کوم تبعیض ژر تر ژره د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي.

 

له دې سره د ملګرو ملتونو ویاند سټيفن دوچاریک په یوه خبري ناسته کې خبرداری ورکړی، چې تر ۲۰۳۰ میلادي کال به ۴ میلیونه افغان نجونې له زده کړو محرومې شي.

 

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، دا مهال طالبانو په هېواد کې ۲.۲ میلیونه نجونې له ښوونځيو او زده کړو راګرځولې دي.

 

هېواد کې نوی ښوونیز کال داسې مهال پیل شو، چې طالبانو له ټولو غوښتنو او فشارونو سره – سره د افغان نجونو ښوونځيو او پوهنتونونو پرانېستو ته اجازه ورنه کړه.

 

کارپوهان د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو روان بندیز ملي خیانت بولي او ټینګار کوي، چې د پردیو په اشاره دې د هېواد راتلونکی نه زیانمنوي.

# #Afghanista #UN #UE

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه