ويب ډیسک
جوبایډن له افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو تر ایستلو یوه ورځ وروسته سپینه ماڼۍ کې د خبرو پرمهال وویل چې افغانستان کې تر زیات وخت پاتې کېدل یې انتخاب نه و.
د امریکا ولسمشر له امریکايي پوځيانو مننه وکړه، چې له کابله یې نژدې ۱۲۰ زره کسان بهر ته ولېږدول.
جوبایډن د خپلو خبرو یوه برخه کې وویل، چې له داعش سره یې حساب پاتې او د ځپلو لپاره به یې بیا راشي.
بایډن وايي، له تېرو شل کلونو راهیسې یې هره ورځ درې سوه ملیونه ډالر مصرف کړي چې ددې مصارفو د دوام وخت نه و.
بایډن ویلي چې له طالبانو سره د دوحې توافقنامې له عملي کولو پرته یې بله لار نه درلوده.


