ويب ډیسک
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلاسن وايي، چې د نجونو ښوونځيو پرانيستل د دوی لپاره لومړيتوب لري.
توماس نېکلاسن ويلي، تر هغو چې دا کار ونه شي، د بشري حقونو نور مسايل به هم رعايت نهشي.
سره له دې چې ټولو ته بايد د زده کړې حق ورکړل شي، خو طالبانو د خپلې واکمنۍ په پيل سره د افغان نجونو پرمخ له شپږمو ټولګيو پورته د ښوونځيو دروازې وتړلې.
طالبانو په لومړيو کې د نجونو د ښوونځيو د تړلو لامل کلتوري حساسيتونه ګڼلي و، خو وروسته يې د دې موضوع لامل ديني جنبه وګڼله او ويې ويل، چې دغه چاره د افغانستان دننه د علماوو هوکړې ته اړتيا لري.


