لیکنه: محمد علیم بسمل
اسلام تر ټولو غوره دین، او زموږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم غوره پیغمبر، او قرآن معجز کتاب دی.
له دې سره بیاهم مسلمانان کمزوري، وروسته پاتي او مغلوب دي، دې غوره دین او معجز کتاب مسلمانانو ته څه ورکړي؟ دا پوښتنه به هم له خپله له قرآنه وکړو. په قران کې د آدم علیه السلام په کیسه کې لولو چې ملایکو آدم ته سجده وکړه. کله چې الله جل جلاله ملایکو او آدم ته د اشیاوو نومونه وړاندې کړل ملایکې پاتې راغلې آدم علیه السلام ټول نومونه واخستل. الله جل جلاله ملایکوته امر وکړ چې آدم ع ته سجده وجکړي؛آدم ع ته په ملایکو باندې فوقیت د علم په وجه حاصل شو. او هغه د ساینس علم و.
شهاب الدین ندوي لیکي:انسان ته چې لومړي ځل کوم علم ورکړ ل شو هغه د اشیاوو علم دی، یعني د عالم دټولو مو جوداتو او دهغو د خصوصیاتو او امتیازاتو علم، چې پهٔ لنډو کې یې دعلم اسما او د کائناتو دمظاهرو پهٔ نوم یادولای شو. پهٔ اوس وخت کې چې ساینس لهٔ کوم شي څخه بحث کوي همدغه دعالم موجودات دي. او کومې خبرې چې کوي هغه هم د اشیاوو خواص اوآثار دي. طبیعیات ، حیاتیات، او فلکیات او داسې نوردساینسي علومو دائره ده. پخوا زمانه کې انسان یواځې ستوري ، سپوږمۍ هوا، اوبهٔ تیږه، ونه او… پېژندلې، اوس الکترون، نیوترون، هایدروجن،آکسیجن،نائتروجن، کاربن، پوتاشیم… پیژني لکه څنګه چې پخوا په پخوانیوشیانو باندې پوهیدل په علم الاسماء کې داخل ؤ، نن سبا پهٔ جدیدو شیانو باندې پوهېدل پهٔ علم الاسماء کې داخل دي.
د قران لهٔ مطالعې څخه داسې ښکاري، چې انسان تهٔ الله ج چې دلومړي ځل لپاره کوم علم ورکړی ؤ هغه دشریعت علم نهٔ بلکې دفطرت علم ؤچې پهٔ قران کې علم اسماء پهٔ نوم یادشوی. انسان ته د دغه علم ورزده کول مقصد دادی چې د شیا نو لهٔ خواصو نه ښه آګاه شي، او دخلافت ارض تقاضا پوره کاندي پهٔ همدې دلیل دعلم اشیا او دخلافت ارض ترمنځ ډير ژور ربط موجود دی. علامه اقبال وايي چې داشیاوو علم همدغه د اسماوو علم دی غرب هم د اشیاوو دعلم له برکته دې ځای ته را رسېدلی
علم الاشیا علم الاسماستي
هم عصا وهم ید بیضا ستی
علم وحکمت داد مغرب را فروغ
حکمت اوماست می بندد زدوغ
موږ چې کله د دین او دعلم خبره کوو، نو د اقراء په آیت استدلال کوو، خوپه قرآن کې تقریبا د هر پیغمبر کیسه او یادونه له علم سره شوې. د داود ع د زغرو جوړول، له سلیمان ع سره د مارغانو خبرې، د (اقراء) د کلمې عاموالي، د آدم ع کیسه کې د (کلها) عاموالی، لنډه داچې قرآن او دین موږ د عصري علومو سپارښتنه کوي، نتیجه داشوه د د نیوي علومو زده کړه خپله دین دی. له پاسنیو خبرو څخه که څه هم زما موخه ضمنا په ډاګه کیږي خو صراحتا به هم ووایم چې د مسلمانانو وروسته والی په اسلام یا په قران باندې عمل نه کول دي.
د مسلمان د وروسته والي تر ټولو لوی لامل مسلمان پاچاهان دي، چې دوی د شوري په ځاي چې د قرآن امر دی، فرعونیت او ځان ځاني خپله کړه.
قران کریم فرمايي: وانتم الاعلون ان کنتم مؤمنین. او دمومن یو صفت دادی چې د ژوند مهم کارونه او سترې ستونزې به شوری حل کوي. د شوری قالب هم نه دی ذکر شوی. قرآن اصول بیانوي او هغو فروعاتو ته نه لویږي چې د زمانې په بدلون سره بدلیږي.د غرب ترقي او پرمختګ له همدې ځایه شروع شو. کله چې غربیانو کارونه شوری ته وسپارل او د ساینس میدان ته داخل شول، دا وخت مسلمانو پاچاهانو د زور په مټ یو بل را پرزول.
وَالَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ وَإِذَا مَا غَضِبُوا هُمْ يَغْفِرُونَ وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ.
الله جلا جلاله د مؤمن څو صفتونه ښودلی؛ لومړی داچې متوکل به وي، له سترو ګناهونو به ځان ساتي، کله چې غوسه شي بښنه کوي د الله د حکم تعمیل کوي او مهم کارونه په شوری مخ ته بیایي.
په دوی کې یو صفت هم نه و، وینې تویول، جګړه ورور وژنه دوی ته عادي خبره وه، د شوری په ځای یې د ملوکیت او دکتاتوري لار نیولې وه.
اقبال وايي:
منرل ومقصود قرآن دیګرست
رسم وآیین مسلمان دیګرست
در دل او آتش سوزنده نیست
مصطفی د رسینه یې اوزنده نیست
بنده ی مؤمن زقرآن برنخورد
در ایاغ او نه می دیدم نه درد
خو طلسم قیصر وکسرا شکست
خود سر تخت ملوکیت نشست
د مکتب او مدرسې تر منځ واټن هم د دې لامل شوی چې ملایان دې له عصري علومو لري پاتې شي او نور مسلمانان د عصري علومو زدکړې ته ونه هڅوي. او دعصري علومو علماء د ديني علومو او علماوو سره د ښمنانه چلن وکړي.
د هند د نیمې وچې یو عالم لیکي: کله چې په اسپین کې د مسلمانانو سلنطت له منځه لاړ، د اسپین ساینسپوهان ووتل، دغه مهال په ترکیه کې اسلامي خلافت و، غالبا څه ساینسپوهان هلته هم لاړل خو په دربار کې د دوی استقبال ونشو، له اسپین څخه وروسته په هندوستان کې مغل سلطنت ته ورسېدل د دوی هم دې ته فکر نشو چې له اسپین څخه تللو ساینس پوهانوته بلنه ورکړي او د ترقۍ په کارونو کې ګټه ترې واخلي. کله چې په اسلامي هیوادونو کې له غوساینسپوهانو چا خدمت وانخست، لویدیز ته لاړل هلته د پاچاهانو له خوا ښه استقبال شول.


