ویب ډیسک
د جمهوریت لومړی مرستیال د افغانستان اوسنی وضعیت او د طالبانو واکمنېدل د افغان سولې لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د رول له امله بولي.
امرالله صالح زیاتوي چې ښاغلی خلیلزاد به هر ځل کابل ته لاړ، نو له ولسمشر سره تر لیدنې مخکې به یې له مختلفو کسانو سره لیدل او د دې لیدنو رسنیزولو سره یې ولسمشر ته ښودل چې تاسو د جمهوریت بیرغ لاندې د سوله سازۍ یواځنۍ مرجع نه یاست.
امرالله صالح افغانستان انټرنشنل ته په لیکنه کې د کوم سیاسي مشر له یادولو پرته وايي چا به چې له خلیلزاد سره هم لیدل ځان ورته مهم ښکارېده او په یو نه یو ډول به یې پر ارګ ملنډې خپل ویاړ او ځواک باله.
ښاغلی صالح وايي چې د نفاق او درز جوړولو لپاره د خلیلزاد شیطاني تکتیک د لمر په څېر روښان و او د جمهوریت منزوي کول د امریکا د نوې ستراتیژۍ یو بنسټ و .
هغه وايي کله چې پر ۲۰۱۸ کال زلمي خلیلزاد له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړې او جمهوریت یې څنډې ته کړ، نو ده په کاپیسا کې ولسي غونډې سره د ښاغلي خلیلزاد دا کار وغانده.
د نوموړي په خبره، که څه هم هغه وخت له ولسمشر غني سره یو ځای نه و، خو د امریکا سفارت منزوي کړ او چې بیا لومړی مرسیتال شو هم یو څه وخت لپاره سفارت دا کار وکړ.
نوموړی وايي له دې سره بیا هم د امریکا سفارت کله کله له ده سره د اړیکو هڅه کوله، خو د نظرونو اختلاف ډېر و.
امرالله صالح افغانستان کې پر سیاسي ډلو نیوکه کوي چې د سولې خبرو کې رښتوني نه وو.
امرالله صالح دا هم وايي کله چې پر ۲۰۱۸ کال د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړې او جمهوریت یې څنډې ته کړ، نو ده په کاپیسا کې ولسي غونډې سره د ښاغلي خلیلزاد دا کار وغانده.
د نوموړي په خبره، که څه هم هغه وخت له ولسمشر غني سره یو ځای نه و، خو د سولې پروسه باندې د نیوکو او د طالبانو مقابل کې د دریځ له امله د امریکا سفارت منزوي کړ او هغه وخت چې بیا لومړی مرسیتال شو هم یو څه وخت لپاره سفارت دا کار وکړ.
پخواني ولسمشر غني به هم بیا بیا ویل چې جمهوریت یواځې د ده شخصي میراث نه دی او ټولې سیاسي ډلې او بهیرونه باید د افغانستان ملي غرور په پام کې ونیسي او عزتناکې سولې لپاره یو موټی شي.
اشرف غني د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون تر ټولو بدنام تړون بللی، خو خلیلزاد وايي چې دی د امریکايی ځواکونو په امن وتلو ته مامور شوی و او هغه یې تر سره کړ.
پخپله طالبانو هم بیا بیا ویلي چې دوحې ته تللي سیاسي مشران به له دوی سره د جمهوریت تر پرځېدو وروسته د خپل موقف د ساتلو لپاره د روابطو جوړولو هڅه کوله.
# #AFGHANISTAN #AMRULLAH_SALIH


