دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاسرائیل د ایران په اصفهان ښار برید کړی

اسرائیل د ایران په اصفهان ښار برید کړی

پښتو جرنل

د ایران په مرکزي ښار اصفهان د هوايي ډګر ته‌نږدې د چاودنو وروسته اصفهان سره سم د بېلابېلو ښارونو لپاره پروازونه وځنډو .
بل لور ته اسرائیل په اصفهان برید مسوولیت منلی.
د العربيه رسنۍ په وینا د اسراییل هوايي ځواک د برید پخلی کړی .
د ایران رسنۍ مهر ایجنسۍ د ایران د هوايي جهازونو د ادارې د مدير له خبرو ليکلي چې تهران ،اصفهان ،شیراز ، مغربي ،شمال مغربي او جنوب مغربي هوايي ډګرونو لپاره يي پروازونه ځنډولي.

بل لور ته د‌ اسرائیل برید وروسته ایران خپل هوايي دفاع فعال کړه ، ځايي رسنيو راپورونه ورکړي چې الوتکې ويشتونکي توغندو په بېلابېلو سیمو کې ناڅرګنده پرواز کوونکي څيزونه راپرځولي.
په دې هکله العالم ټي وي د ایران د خلايي ادارې د ویاند له قوله ویلي چې د ایران هوايي دفاع بېلابېل ناڅرګنده څيزونه راپرزولي .
هغه زیاتوي چې دوي دا ناڅرګنده څیزونو سره د اصفهان د مغربي هوايي ډګر سره مخامخ شول .

بل لور اې بي سي نیوز د یوه امریکايي چارواکي له قوله ویلي چې د‌ اسرائیل توغندي د ایران په یو ځای کې وار کړی . هغه د‌ې خبرې پخلی نه ده کړی چې اسراییل په عراق یا سوریا کې توغندي توغولې دي .

د امريکې د‌سینټ انټلیجنس کمیټۍ یو مهم غړی وايي چې اسرائیل دا توان لري چې هغه د عراق او سوريي هوايي حریم ته داخليدو پرته هم د ایران د ننه په خپلو هدافو برید کولی شي .

عراق کې چاودنې

د عراق عراقي العهد چینل خبر ورکړی چې د عراق په جنوب بابل ګورنري په امام والسوالۍ کې یوه چاودنه شوې خو د‌چاودنې علت نه ده څرګند شوی .
یاد‌ دې وي چې له دې چاودنې سره سم د ایران ښار اصفهان چاودنو ولړزاوه.

بل لور ته العربيه او الحدث رسنيو د عراق په مغربي او سویلي سیمو په هوايي حریم کې د پوځي الوتکو د پروازونو خبر ورکړی.
بل لور ته د عراق یوه پوځي چارواکي العربيه ته ویلي چې عراق کې کوم هوايي برید نه ده شوی .

د‌ روانې اونۍ په اخر کې ایران په اسرائیل باندې د بې پیلوټه الوتکو او توغنديو له لارې برید وکړ او اسرائیل دغه بې پیلوټه الوتکې او توغندي په هوا کې شنډې کړې .

ایران په پرون د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل ته وویل چې اسرائیل دې زموږ د ګټو پر ضد نور پوځي عملیاتو نه ډډه وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه