ويب ډیسک
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، ځوانان د افغانستان د اوسني ناورین تر ټولو زیان منونکې برخه ده.
دغه بنسټ ویلي، له هغو ځوانانو سره چې د افغانستان ۶۷ سلنه نفوس جوړوي، د کاري فرصتونو او اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې مرسته کوي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په ننګرهار، هرات، کندهار او بلخ ولایتونو کې د ځوانانو لپاره نوي مرکزونه فعال شوي، څو د ناورین په وخت کې له دوی سره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د جمهوري نظام له پرځېدو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډېری ځوانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې بې روزګاره شوي او له سختو ستونزو او ناڅرګنده راتلونکي سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، د افغانستان بشري اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره د ۲۰۲۳ کال د پلان له مخې به ۲۸.۳ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.


