یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپښتون قامي جرګه بنو

پښتون قامي جرګه بنو

لیکونکی: شریف شیرانی

د مشر محمود خان اڅکزي لخوا رابلل سوې د بنو پښتون قامي جرګه د تاریخ یو نوی پړاو دی. په لومړي ځل د دې خوا پښتانه په دومره ګڼ شمېر پر قامي ستونزو ږغیږي.

دوی به و پښتنو ته د ورپېښو ستونزو په هکله له یو بل سره د خپلو فکرونو تبادله کوي او یو ښه سنجش به رامینځته کوي.

پښتانه په رمزونو پوه خلګ دي او هیڅوک دي دا ویره نه کوي چې دغه جرګه به بې ګټې وي. دغه جرګه به سراسر د پښتون قام لپاره یو ګټور اقدام ثابتیږي، ولې چې د دې جرګې په تصمیم کښې ډېر ژور اهداف لیدل کیږي او دا تاریخي استازولي کوي.

خلګو د دې جرګې ضرورت له وختونو راهیسې احساسولی او ډېر ځله به دا اندېښنه هم پیدا سوله چې داسې نه وخت یې تېر وي او پښتانه بیا جرګې کوي.

خو که بېخي حالات په تېزۍ سره نه بدلېدل نو همدغه جرګه به اوږدمهاله اغېز اچوي او شاید چې په نژدې راتلونکي کښې به د داسې بلې جرګې ضرورت هم نه پېښیږي. بیا هم د دې جرګې ارزښت ته ځور / ځیر اوسېدل پکار دي.

د یو سیاسي ګوند لخوا، تر قامي څار لاندې، یو داسې جرګه کېدونکې ده چې د قام ګړدو ټبرونو او د ژوند د ټولو فعاله برخو استازیتوب کوي. مشر محمود خان اڅکزی د خپل ګوند ټول کارکونکي او سیاسي غړي د خپل قام ارادې او حرکت ته حاضروي.

شاید دا به د ډېرو او نورو سیاسي خلګو نه خوښیږي چې دوی دي د قام یوې لویې جرګې ته خپل سیاسي برداشت تابع وګرځوي. هغه ګیله به هم پر ځای سي چې د قام عام وګړی د قامپرسته ګوندونو تر مشرانو پورې خپل ږغ نسي رسولی یا د ګوندیز سیاست په چوکاټونو کښې عام خلګ سیاسي رهبرۍ ته رسیدګي نه لري.

شاید چې ډېر سیاسي فعالان په انفرادي یا ډله یزه توګه په راتلونکي کښې د داسې جرګې د تصور په ضد هم پاته سي. ولې چې د پښتون قام عمومي فکر ته خپل سیاسي برداشت تابع کول پخپله د یوې سترې قربانۍ تقاضا کوي. ممکن یو شمېر خلګ و داسې قربانۍ ته اماده نه وي.

که دغه جرګه پرېکړه کوي چې په افغانستان کښې همداسې یوه محیطه جرګه پکار ده، نو دا به هلته هم ضرور عملي کیږي، چې د ولسونو په خوښۍ به د راتلونکي پرېکړه کوي.

د دې جرګې په واسطه به یو بل تصور هم بدل سي. هغه دا چې خلګ وایي سیاست “حرف اخیر” نه لري. یعني په سیاست کښې پر اساس د وخت د غوښتنو تصویبونه بدلیږي مګر د جرګو پرېکړې حتمي وي او څوک نسي کولی دا بدلې کړې.

دا تر ټولو مهم ټکی دی چې قامونه په تاریخي پړاو کښې ځان ته یو قامي حریم ټاکي او بیا یې تادیبوي. د داسې یو حریم ټاکلو لومړی اساس همدغه د جرګې دود دی. که یو ځل بیا داسې قامي حریم وټاکل سي نو دا به د ګړد سیاست پیمانې بدلې کړي.

لکه مشر محمود خان اڅکزي چې څو ځله اشاره کړې ده، چې نور به په افغانستان کښې په زور حکومتونه نه نیول کیږي. که دا غوښتنه په یوه پرېکړه بدلیږي نو دا به د تاریخ جهت بدلوونکې پرېکړه وي.

بیا به دا حاجت کله هم نه پېښیږي چې څوک دي د درواغو په تبلیغاتو د یو بل نوم او ننګ خراب کړي، بلکې د یو رښتیني سیاسي تعامل لپاره به لا هم لاره هواره کړي.

چې څو دغسې یو حریم بیا عاید کیږي نو به نور د پښتنو سیاسي خلګ د نړیوالو د سیاسي کېمپونو برخه نه جوړیږي. پښتانه که خپلو ته داسې حرف اخیر ټاکي نو به هم غیرپښتنو ته پیغام لاړ سي او هم به پښتانه په خپلو کښې یو کلتوري انصاف cultural justice ته نژدې سي.

نن که په افغانستان کښې څوک د روان سیاسي کړکېچ لپاره یو حل لاره را ایستلی سي نو همدغه د بنو پښتون قامي جرګه ده چې په افغانستان کښې هم د یوې داسې جرګې لپاره ږغ پورته کړي او هم په قامي حریم کښې دا لازم وګرځوي چې نور به څوک په زور حکومتونه نه راولي.

پښتانه د ژوند په رمزونو پوه خلګ دي. دوی پر دې خاوره په زرګونه کاله اوسېدلي دي. دلته کلتور هغه تر ټولو قوي کړۍ ده، چې دا قام یې تر اوسه پیوست ساتلی دی. جرګه به یو ځل بیا کلتور ته مراجعه کېدل اسان کړي.

په انساني تاریخ کښې کلتور هغه یوازینی ارزښت دی چې د بې سواده ټولنې لپاره یې تل د تعلیم او تربیې رول لوبولی دی.

په جرګه کښې به یوې خوا ته د کلتور پالنې او رغونې ته پام کیږي نو بلې خوا ته به د تعلیم او ساینس پر لوري هم نوي مزل لپاره د پښتون قام دریځ روښانه کول وي.

یعني د خپل قام او خپل ساینس ږغ به هم پورته کیږي او د دې لپاره به زمینه جوړیږي.

همداسې به د سیاست او ټولنیز ژوند په هکله یو وار بیا پراخ مجلسونه کیږي. د سیاست په برخه کښې به پر نړیوالو ږغ کول وي چې نور دي د پښتنو پر خاورې خپل لاسپوڅي پیدا کول پرېږدي.

مشر محمود خان اڅکزي هر وخت خپل دریځ په داسې توګه د قام په وړاندې یښی دی چې د پښتون قام روحیه په بشپړه ډول پکښې څرګندیږي، نژدې ټول اړخونه یې یو افاقي حثیت لري او د انساني شرافت نخښې پکښې لیدل کیږي.

پر کومه پیمانه چې دغه جرګه رابلل سوې ده، دا به کله هم له دې شرافت او درندوالي څخه بې برخې نه پاتیږي. نژدې ټول ګډونوال به په دې پوه وي چې دوی به کومه رایه ورکوي او کوم کار به ترسره کوي.

دا جرګه به د دې خوا او د پورې خوا د خلګو تر مینځ هغه تړون بیرته جوړ کړي کوم چې په دې ورستیو تحولاتو کښې پرې سوی دی. ولې چې د دې جرګې په اهمیت هر هغه څوک پوهیږي چې پر دې خاوره د واکمنۍ هنر لري؛ هغه بیا که کوم لوري ته هم وي.

په لومړي ځل به هغه لوستي ځوانان و قام ته پر قامي ستونزو خپل موقف ورکوي، کومو چې په دې ورستیو کښې د عصري علومو تحصیل کړی دی او پر خپلو زدکړو ډېر باوري هم دي یا د خپلو علمي نتایجو په اړوند له خلګو څخه د تاید په هیله دي.

اوس به دې ته کتل وي چې دغه ځوانان څنګه کولی سي، د قام سپین ږیرو مشرانو ته پر خپلو علمي تحصیلاتو قناعت ورکړي!؟ هغه ټولې فلسفې او تیوریانې، چې له یوې مودې راهیسې پر دې قام ازمایل کیږي یا یې پلویان د کمال ادعا کوي، به پښتون قام ته وړاندې کیږي.

بیا به معلومه سي چې پښتانه په حېث د قام و داسې فلسفو او تیوریانو ته کوم غبرګون ښیي! دا به هم معلومه سي چې دا ساده پښتانه خپل ژوند څنګه ارزوي!

و دې جرګه ته به په سیمه کښې پراته قامونه او نړیوال قوتونه هم متوجه وي.

په یویستمه پېړۍ کښې د یو قام په دومره ګچه او داسې ډول د راټولېدو تصور بېخي نسته او که بیا څوک داسې راټولیږي هم نو پیغام به یې تر ډېرو وطنونو ضرور رسیږي. نړیوال به لازم دې ته پام کوي چې پښتانه په روان عصر کښې ځان ته کوم قامي حریم ټاکي.

نور که دوی له پښتنو سره هره لوبه کوي، خو دوی به د پښتنو قامي حریم ته د زیان رسولو جرات کله هم و نکړي.

د جرګې پرېکړې به د قام د سنجیده رویې څرک ورکوي او نن سبا په نړۍ کښې دا تصور عام سوی دی چې کوم څوک له خپلو خلګو سره سنجیده وي، هغوی به لازم اورېدل کیږي.

د مشر محمود خان اڅکزي له نړۍ څخه او د پښتنو له قامي روحیې څخه اګاهي به دا ګټه خامخا ورکوي، چې یو خو په اوسني وخت کښې جرګه راغوښتل هغه واقعیت دی چې حتمي ده جرګه سنجیده پرېکړې وکړې او بل دا چې د جرګې پرېکړې به د کاملې بشپړتیا څرک هم ورکړي.

هر څو که جرګې د تسلسل لپاره یو میکینزم ته اړتیا پېښیږي نو یې دوه ډوله کېدای سي؛ یو و همدغې جرګې ته د مستقل جرګې حثیت ورکول دي. دویم که ممکن وي چې ولسونه او قبیلې په خپلو کښې څلوېښتۍ جوړې کړي.

دا دویم ډول لازم او مساعد ښکاري. داسې به دا توشپلی قام د بیا رغونې په لوري رهي سي.

خو تر دې لمخه به جرګه خپل ځان ته هغه اهداف معلوموي چې د راتلونکي لپاره یې ټاکل اړین وي. وروستو به پر همدې اهدافو د څلوېښتیو اساس ښوول وي یا به د بل کوم میکینزم لپاره مشروعیت تر لاسه کول وي. دغه میکینزم به د رښتیني بشري ارزښتونو پر اساس جوړیږي.

دلته کښې به د پښتنو د عقل امتحان راځي. ټول هغه تعبیرونه، چې له تاریخ او تجربې څخه راپاته دي، به هم په میکینزم کښې ځای پر ځای کیږي او هم به په فزیکي اهدافو کښې تر پام لاندې راوړل وي.

دا جرګه چې څومره کوښښ کولی سي، خپلې ارادې ته نژدې پاته سي او هم د پښتنو دودیز روایت وپالي، هغومره به یې ارزښت زیات وي.

ګډونوال به هغه ټول تعبیرونه وړاندې کوي کوم چې د نړۍ او قامونو په حافظه کښې له وختونو موجود دي او ځینې وختونه یې پر زمواره څوکیو ناست وګړي درک نسي لګولی او تېروتنې وکړي.

دا جرګه به نور دې ته د پای ټکی کښېږدي چې د قام راتلونکی دي خلګ د بندو دېوالونو شاته وټاکي.

پر ځای به یې په ولسونه کښې نور هم اعتماد زیات سي چې د خپل قامي ژوند ژواک په هکله خپل دریځ ورکړي او د قامي پرمختګ برخه جوړ سي.

دا جرګه به قامي تفاهم ضرور رامینځته کوي. کوم متن چې د جرګې درې ورځې ناستې وروستو راوځي، هغه به د دې قام پر خپل ځان باور ښکاره کوي او هم به د نورو قامونو باور ګټل وي.

ځکه خو به ګډونوال ډېر په پام سره خپل وړاندیز جرګې ته راوړي.

که څوک د جرګو له دود او نفسیاتو سره ولد /بلد وي نو پوهیږي به چې په جرګه کښې د ټکو او الفاظ معنې څومره ژورې تعبیریږي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه