دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپولیو ویروس یوازې په افغانستان او پاکستان کې ژوندی دی

پولیو ویروس یوازې په افغانستان او پاکستان کې ژوندی دی

ویب ډیسک

د یوې هندي رسنۍ په تازه راپور کې افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه بلل شوي چې پولیو/ ګوزڼ ویروس پکې لا هم ژوندی دی.

په راپور کې د هندي ډاکټرانو په حواله ویل شوي، چې هند بیا د پولیو پر وړاندې په مبارزه کې دومره توانېدلی، چې اوس د دې ویروس نښې پکې نشته.

که څه هم دا ویروس د پرمختللو هېوادونو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي، خو ویل کېږي چې افغانستان او پاکستان د اقتصادي کمزورتیا له امله نه دي توانېدلي چې دغه ویروس په بشپړه توګه له منځه یوسي.

په راپور کې د یو هندي ډاکتر «آنندا» له قوله ویل شوي: “موږ لا هم په پاکستان او افغانستان کې د پولیو پېښې لرو، خو دا ویروس په ډېرو کمو ځایونو کې محسوس او تر سترګو کېږي.”

ښاغلي ډاکتر آنندا دا هم ویلي چې په دغو دوو هېوادونو کې له لسو زياتې جينيټيکي کورنۍ وې چې اوس يې دوې کورنۍ پاتې دي.

بلخوا د ا.ا د عامې روغتیا وزیر «قلند عباد» په دې وروستیو کې ویلي چې په تیرو دوو کلونو کې په هیواد کې د پولیو اته مثبتې پیښې ثبت شوې او په وینا یې چې په پام کې ده، په ۲۰۲۴ کې د دې ویروس د له‌منځه‌وړلو لپاره د واکسین د تطبیق څلور پروګرامونه تطبیق شي.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو چې له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل او د خلکو پراخ تګ راتګ په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ د خپرېدو خطر زیاتوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه