دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههند کې شاوخوا ۳۰۰۰ افغان محصلین د وېزو د ستونزو له امله...

هند کې شاوخوا ۳۰۰۰ افغان محصلین د وېزو د ستونزو له امله له نامالوم برخلیک سره مخامخ دي.

ویب ډیسک

په ۲۰۲۱م کې د طالبانو حکومت بیا واکمنېدو سره؛ هند همهاله په افغانانو وېزې بندې کړې چې له ډلې یې افغان محصلین هم تر نورو ډېر متضرر شول.

اوسمهال په هند کې شاوخوا ۳۰۰۰ افغان محصلین د وېزو د ستونزو له امله له نامالوم برخلیک سره مخامخ دي.

که څه هم په کابل کې د هند د سفارت ځینې برخې فعالې دي؛ خو بیا هم د افغان محصلینو د وېزو راتلونکی نامالوم دی او سلګونه محصلین په کابل کې د هند وېزو اخیستو ته په تمه دي.

دغه افغان محصلین وايي چې هند تل له افغانانو سره د پخوانیو تاریخي او کولتوري اړیکو دعوه کړې؛ خو په سختو شرایطو کې یې تل دوی په سپین میدان يرېښي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه