دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان سوپر لیګ شپږ لوبغاړي په کرونا اخته کیدو نه وروسته...

پاکستان سوپر لیګ شپږ لوبغاړي په کرونا اخته کیدو نه وروسته ودرول شؤ

ویب ډیسک
د پاکستان سوپر لیګ کې د دوه لوبډلو د دریو نورو لوبغاړو د کرونا ټیسټ راپور مثبت راپورته کیدو وروسته بهرني لوبغاړي ستونزې سره مخ شوي ، چې وروسته د تنظیم کمیټه به د ټولو فرنچائز مالکینو او د دوی مدیریت سره مهمه غونډه وکړه ـ غونډه کې د پریکړه وشوه چې باکستان سوپر لیګ له څه وخت لپاره وځنډې ده ـ

د پاکستان کرکټ بورډ تایید کړې چې د PSL 6 د 3 ټیمونو د 3 نورو لوبغاړو د کرونا ټیسټ راپور مثبت راغلی او دا درې لوبغاړي به اوس د 10 ورځو لپاره به قرنطین کې پاتې شي پداسې حال کې چې دې لوبغاړو د چهارشنبه په سیالیو کې برخه نه وه اخیستې ـ
وروسته له هغه چې ټولو دریو لوبغاړو د کرونا نښې وښودلې ، د دوی آزموینې پرون ماسپشین ترسره شوې او راپور یې مثبت و.
د PSL 6 تنظیم کونکي کمیټه به نن ورځ د ټولو ټیمونو مالکینو او د دوی مدیریت سره په له ویډیوی ناسته وه.
له دریو نویو قضیو وروسته ، په PSL 6 کې د کورونا ویروس باندې اخته شوي کسانو شمیر اوه ته لوړ شوی ، د شپږ لوبغاړو او یو چارواکي په شمول.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه