دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعلم ګل حقاني:د پخواني پاسپورتونو ویش بندیږې، رد کړی دی.

علم ګل حقاني:د پخواني پاسپورتونو ویش بندیږې، رد کړی دی.

ويب ډیسک

د پاسپورت د ریاست مشرعلم ګل حقاني ویلې چې هغه ګنګوسی چې ګواکې سر له سبا به د پخواني پاسپورتونو ویش بندیږې، رد کړی دی.

نوموړي رسنیو  ته په استول شوي ويديويي کليپ کې ويلي: «موږ څه له پاسه ۱۵لکه پاسپورتونه د جمهوریت په لوګو لرو او د ویشلو بهیر یې هم عادي روان دی، لګول سوې تورونه بې بنیاده دي او حقیقت نه لرې. »

نن، دوشنبه په خواله رسنیو کې داسې پوستونه لاس په لاس کيدل چې ګواکې سر له سبا به د جمهوري ریاست په لوګو پاسپورتونه نور نه ویشل کیږې. خو طالبان د جمهوري ریاست په لوگو سره د پاسپورټونو د ورکولو د بهیر د درولو ګنګوسې ردوي.

د تېر حکومت له پرځېدو سره د پاسپورټونو د وېش بهیر هم درېدلی وو، خو طالبانو له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د جمهوري ریاست په لوگو د پاسپورتونو ویش بيرته پېل کړی وو. دمګړې په کابل کې لا د پاسپورتونو ويش بند دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه