دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعثمان کاکړ یو مستقل مزاجه سیاسي مبارز

عثمان کاکړ یو مستقل مزاجه سیاسي مبارز

ليک : جواد ازار

سردار عثمان کاکړ د مسلم باغ د سردار عبدالقیوم خان کاکړ کره په 21 جولائي 1961م کال کې پېدا شو. ابتدائي تعلیم یې په کویټه او بهاولپور کې وکړو، د هغې نه روستو یې د کویټې د Law کالج نه د وکالت اېل اېل بي ډګري وکړه.

عثمان کاکړ د خپل سیاست آغاز په 1980م کال کې د پښتون سټوډنټ ارګنائزیشن نه وکړو، عثمان کاکړ د خپل تنظیم په منظم کولو کې بنیادي کردار ادا کړو، له هغې نه روستو یې خپل سیاست د پښتونخواه ملي عوامي پارټۍ د سیوري لاندې برقرار وساتو، په 1989م کال کې د ګوند صوبائي سیکټري وټاکل شو، له هغې نه روستو په 2004م کال د پښتونخواه ملي عوامي پارټۍ صوبائي صدر وټاکل شو.

عثمان کاکړ د خپل وطن او اولس سره د مینې او خلوص ژوره رشته لرله، هغۀ تل د خپلو خلکو د حقوقو خبره کړې وه، عثمان کاکړ د قومونو بقا په جمهوري سیاست کې لیدله، خپله هم د دغه جمهوري سیاست برخه وه، په جمهوریت یې عقیده وه، عثمان کاکړ د هر ظالم پر خلاف د هر مظلوم ملګرے ؤ، هغۀ هر وخت د ظلم پر خلاف د مزاحمت سمبول ؤ. عثمان کاکړ یوازې د خپلو پښتنو لپاره نه بلکې د بلوچیانو او د دوي ترڅنګ د ټولو مظلومانو سره د هر ظلم پر خلاف غږ پورته کړی ؤ.

عثمان کاکړ په 2015م کال کې سنېټر وټاکل شو، هغۀ په سینټ کې د محکومو خلکو لپاره یو موثر رول ادا کولو، هغۀ هر وخت په هر تقریر کې د محکومو خلکو خبره کوله، هر کله چې د پښتنو سره ظلم شوی دی هغه د پښتنو لپاره د یو پښتون په حېث خبره کړې ده. کله چې په بلوچیانو بده ورځ راغلې ده عثمان کاکړ داسې غږېدلی چې بلوچو خپل غږ ګنلی دی، د هزاروو سره د شوي ظلم پر خلاف د هغوي پشان مزاحمتي غږ وو.

عثمان کاکړ په خپل سپيڅلي کردار سره دا ثابته کړې ده چې عثمان کاکړ د هر مظلوم غږ دی، عثمان کاکړ د هر ظالم پر خلاف د مزاحمت نوم دی. هغۀ په لر او بر افغان وطن کې د روان جنګ په اړه ډېر واضح موقف لرلو، هغه د پښتنو د نسل وژنې په راز پوهه ؤ، هغه د جنګ په عواملو خبر ؤ.

عثمان کاکړ د ارمان لوڼي د تلین غونډې ته په وینا کې ویل چې ” خلک وائي مونږ په افغانستان کې امن غواړو، مونږ وایو مونږ په افغانستان کې مداخلت بندول غواړو، کله چې مداخلت بند شي امن به په خپله راشي.

عثمان کاکړ د خپلې قبیلې سردار ؤ خو کله یې هم د خپل نوم سره سردار نه لیکلو، په دولسم اګست په سوابۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه وه، زۀ د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو ورکر په حېث په مېدان کې ولاړ وم، عثمان کاکړ د یو عام پښتون په شان جلسه ګاه ته راغلی، ما ورته هر کلے وکړو جوړ پخېر مې ورسره وشو، په خندا خوشالۍ یې راسره خبرې وکړې پس له هغې د سټیج په لوري روان شو، ماته یې په دغه ملاقات کې هیڅ دغه احساس رانکړو چې ګنې زما ملاقات د یوې قبیلې د سردار یا د سینټ د یو ممبر سره وشو.

عثمان کاکړ خپل ټول عمر د سرداري برسېره د خپل پښتون اولس په خدمت کې تېر کړو، عثمان کاکړ تل د دې محکوم اولس خبره وکړه، هغۀ خپله په یو احتجاج کې دغه وینا کړې وه چې ” وروڼو مونږ پوهېږو مونږ ته به د دې خبرو سزا راکولی کېږي، مونږ ته به د خپل وطن سره د مینې سزا میلاویږي، خو خوند یې په دې سزا کې دی، خوند دا کوي چې د خپل وطن پر ننګ شهید شې، خوند یې په دې سزا کې دی، چې د خپل ولس په سر سزا وخورې. لعنت شه په هغه سیاسي کارکن چې دی د خپل ولس په سر پیسې وخوري. لعنت شه په هغه سیاسي لیډر چې د خپل وطن سره غداري وکړي.

د دغه بیان تر څنګ عثمان کاکړ د سینټ په اخیري تقریر کې دغه خبره ډېر په واضح انداز کړې وه چې ماته استخباراتي ادارې بیا بیا دهمکۍ راکوي چې د خپلې لارې نه په شاه شه د محکومو اولسونو خبره مۀ کوه، د جمهوریت خبره مۀ کوه، خو زۀ دا خبره په ریکارډ راوستل غواړم کۀ ماته، زما بچو ته، زما کورنۍ ته کوم زیان ورسي هیڅ خبره نه ده. مګر زما دغه خبره په نامعلومه کهاته کې مه اچوئ.

په 17 جون ماښام اووۀ بجې په عثمان کاکړ په خپل کور دننه د برید وشوه، په ټپي حالت کې د کوټې  روغنتون ته بیا له هغه ځایه د کراچۍ آغاخان روغتون ته ولېږدول شو، ټول پښتون وطن د عثمان کاکړ د روغ صحت لپاره دعاګانې کولې، د سوات نه تر کابله او د پېښور نه تر کندهار او ګوادر پورې ټول انسانان د خپل مخلص رهبر لپاره دعاګانې کولې خو د تقدیر فېصله دغه وه چې عثمان کاکړ په آغاخان روغتون کې په 21م جون ساه ورکړه، ټول ملت د خپل مخلص رهبر په مرګ د غم په دریاب کې ډوب پروت ؤ، د سائنس تر مخه د 22 جون شپه د کال تر ټولو کوچنۍ شپه وي مګر دغه شپه زما او زما د ملت لپاره تر ټولو لویه او د عذاب نه ډکه شپه وه.

عثمان کاکړ ریاستي ادارو ډېر په هنر سره قتل کړو، د عثمان کاکړ زوي خوشال کاکړ یو خبریال ته وویل چې” په دې کې هیڅ شک نشته چې عثمان کاکړ ریاستي ادارو قتل کړو”. نن د عثمان کاکړ زوي خوشال کاکړ د خپل شهید پلار د لاش سره په احتجاجي جلوس کې روان ؤ. زما په ژوند کې د ارمان لوڼي او کریمه بلوچ نه پس عثمان کاکړ هغه شخصیت دے څوک چې تر مرګه نه بلکې د قبر پورې د ظلم پر خلاف د مزاحمت علامت پاتې شوے دے.

عثمان کاکړ په 23 جون په مسلم باغ کې خاورو ته وسپارلی شو روح ی ښاد یاد یې تلپاتې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه