دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعباس ستانکزي: امریکا به ډېر ژر افغانستان ته ستنه شي.

عباس ستانکزي: امریکا به ډېر ژر افغانستان ته ستنه شي.

ويب ډیسک

طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي تازه ویلي چې د امریکا استازې «رویه» په خبرو کې څرګندوي چې امریکا به ډېر ژر افغانستان ته ستنه شي.

 

ښاغلي ستانکزي وویل: “موږ په اونۍ کې څو ځله په دوحه کې له اروپایانو سره ناسته درلوده. همدا خبرې یې کولې چې که امریکا سره مو اړیکې سمې شي موږ روغ یو.

 

که نن امریکا په افغانستان کې خپل سفارت پرانیزي په نیم ساعت کې به ټوله اروپا افغانستان ته راشي هیڅ خبره نشته.

 

موږ هڅه وکړه او موږ به په دې اړه هڅه وکړو. او انشاالله مونږ هم امید لرو ځکه چې په مذاکراتو کې به د دې خلکو اخلاق او چلند په پارلیمان کې پوه شي چې زر تر زره به راځي انشاالله.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه