ویب ډیسک
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، په افغانستان کې سیاسي بې ثباتۍ او ناڅرګند وضعیت د نورو عواملو ترڅنګ د افغانانو ژوند او معیشت اغېزمن کړی دی.
په راپور کې راغلي، سره له دې چې د افغانستان ناخالص کورني تولید تېر کال ۲.۷ سلنه وده کړې، خو لا هم ژور او پراخ اقتصادي ننګوونکی حالت د افغانانو معیشتي ژوند ګواښي.
ورته مهال د بشري مرستو د همغږۍ رییس او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلیچر په افغانستان کې د اقليمي بدلونونو له امله پر رامنتځته شوې وچکالۍ او له امله یې پر اغېزو خواشینې څرګنده کړې ده.
فلیچر ویلي، چې سره له دې چې ملګرو ملتونو نږدې ۱۷ میلیونه ډالر د اوبو، خوړو او د افغانانو معیشت برخې لپاره ځانګړې کړې دي، خو د مرستو کمښت له امله پرېکړه کوي، چې مرستې په خورا ډېر لومړیتوب ووېشي.
په افغانستان کې داسې مهال د خلکو پر ناوړه اقتصادي او بشري وضعیت اندېښنې څرګندېږي، چې هېواد ته د سلګونو زرو افغان کډوالو په راتګ سره د کار زمینې برابرولو برخو کې پراخې اندېښنې موجودې دي.
ملګري ملتونه وايي، طالبان باید د روان وضعیت د کنټرول لپاره بېړني اقدامات وکړي، چې د نجونو زده کړو ته اجازه او پر افغان ښځو د کار لګېدلي محدودیتونه لرې کول یې په سر کې دي.
د دوحې تړون له مخې پر افغانستان د طالبانو له حاکمېدو سره میلیونه افغانان کډوال شول او د سلګونو زرو نارینه وو د بې دندې کېدو سره طالبانو پر افغان ښځو د کار او زده کړو مطلق بندیزونه هم ولګول چې په هېواد کې د روان ناوړه اقتصادي حالت لاملونه ګڼل کېږي.
# #Afghanistan #UN


