یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيروژه او روغتیا

روژه او روغتیا

 

لیکوال: ډاکټر نصیر احمد احمدزی

 

(شَهْرُ رَمَضَانَ الّذِی أَنَزِلَ فِیهِ الْقُرْآنُ)

روژه د قرآن د نزول، د روح د تزکیې او د عبادت میاشت ده. دا مبارکه میاشت نه یوازې روحاني او معنوي برکتونه لري، بلکې د بدن لپاره هم ګڼې روغتیایي ګټې لري. که مناسب خوراک، منظم خوب، کافي اوبه، او معتدل فزیکي فعالیت ته پاملرنه وشي، نو روژه د بدن لپاره د روغتیا او شفا سبب ګرځي.د روغتیا ساتنې لپاره، په دې مبارکه میاشت کې لاندې ټکي باید په پام کې ونیول شي:

 

۱- د بدن د اوبو انډول: د بدن د اوبو د کمښت مخنیوي لپاره باید په کافي اندازه مایعات وڅښل شي. حداقل ۸ ګیلاسه اوبه د روژه ماتي او پیشلمي ترمنځ وڅښئ. همدا شان د میوو، لکه خټکی، هندواڼه، انګور او نور اوبه لرونکي خوراکي توکي مصرف شئ.

 

۲- تغذیه: د روژې پر مهال د خوړو وختونه محدودېږي، نو باید د هاضمې سیستم ته ځانګړې پاملرنه وشي: سپک، انرژي بښونکي او پروټین لرونکي خواړه، لکه غوښه، لبنیات، هګۍ او حبوبات (لوبیا، نخود، عدس، ماش، او نور) وکاروئ. د اړو لرونکو خوړو لکه اشک، منتو، پیرکي، مکروني او ورته نورو خوراکونو څخه ډډه وکړئ، ځکه چې دا د قبضیت او د کولمو د بندېدو خطر زیاتوي. او له ډېرو غوړیو، تېزو مسالو او سره شویو خوړو څخه ډډه وکړئ. دې ته ورته د زیاتو قندي او کاربوهایډریټ لرونکو خوړو څخه باید ډډه وکړئ، ځکه چې ژر هضمېږي او ژر د لوږې احساس پیدا کوي.

 

۳- فزیکي فعالیت او ورزش: بدن ورزش او فزیکي فعالیت انرژي ته اړتیا لري، نو غوره ده چې د افطار سره نېږدې ترسره شي.خو یاد وساتئ چې د روژې پر مهال باید د تمریناتو موده کمه شي.

 

۴- خوب: خوب د بدن د انرژۍ د بېرته ترلاسه کولو لپاره اړین دی. د پیشلمي وخت باید یو ساعت مخکې له سهار لمانځه وټاکل شي، ترڅو د روژه ماتي او پیشلمي ترمنځ کافي وخت موجود وي. که ممکنه وي، د ورځې ۲ ساعته استراحت وکړئ، ترڅو ستړیا مو له منځه ولاړه شي.

 

۵- ناروغۍ او درمل: که تاسو د ناروغۍ له امله درمل کاروئ، نو باید د خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ، ترڅو درمل مو د افطار او سحري ترمنځ سم تنظیم شي.

 

۶- امیندواري او شیدې ورکول:حامله مېرمنې او شیدې ورکونکې باید مناسبه تغذیه ولري. او د مایعاتو، لکه خټکی، انګور، هندواڼه او نورو مغذي خوړو کارولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

 

مهم ټکي

 

زیات چای او قهوه مه څښئ، ځکه چې د ورځې پر مهال تنده زیاتوي. او د روژه ماتي پر مهال ډېرې اوبه یا چای هم مه څښئ، ځکه چې معده ډکوي او اړینو خوړو ته ځای نه پرېږدي.

دې ته ورته د روژه ماتي په پیل کې له تروش خوړو څخه ډډه وکړئ، ځکه چې د معدې تېزاب زیاتوي. سګرټ او نور مخدره مواد هم د معدې تېزاب زیاتوي، نو د روژه نیولو فرصت وکاروئ او اعتیاد پرېږدئ. روژه د وزن کمولو لپاره هم ښه فرصت دی، ځکه چې د چاغښت ستونزه اوس یو نړیواله اندېښنه ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه