پاکستان وايي په هېواد کې میشت افغان کډوال دې له ۳۱ مارچ پورې ووځئ

0
162

ويب ډيسک

د پاکستان د حکومت د پلان له مخې، ټول ناقانونه افغانان چې په دغه هېواد کې اوسېږي، د وتلو وروستۍ نېټه یې د روانې مارچ میاشتې ۳۱ مه ټاکل شوې ده.

پاکستاني رسنۍ وايي، د دې پروسې د څار او عملي کېدلو مسوولیت د پاکستان استخباراتي ادارو ای ایس آی او آی بي ته ورکول شوی دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي، د لومړي وزیر شهباز شریف له دفتره یو صادر شوی فرمان ښيي، چې د ACC او POR کارت لرونکو ته له راولپېنډۍ او اسلام آباد د وتلو وروستی مهلت د مارچ ۳۱ مه او د جون ۳۰ ټاکل شوې دي.

ټاکل شوې په دویم پړاو کې دا افغانان په بشپړ ډول له پاکستان وایستل شي.

د راپورونو له مخې په دغو ایستل کېدونکو کډوالو کې هغه افغانان هم شته، چې درېیمو هېوادونو ته د تګ لپاره انتظار باسي.

د پاکستان حکومت ویلي، چې په دغه هېواد کې له اړوندو سفارتونو سره همغږي کوي، څو هغه افغانان چې د ایستلو وعدې ورکول شوې دي، ژر تر ژره انتقال کړي.

پاکستان داسې مهال له دغه هېواده د افغان کډوال د ایستلو د تدریجي لړۍ بهیر چټک کوي، چې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو اندېښنه ښودلې چې ځينې افغانان به هېواد ته د جبري اخراج له امله له ګواښ سره مه شي.

پاکستان کې افغان کډوال چې په ځانګړې توګه درېیمو هېوادونو ته د تګ لپاره په تمه دي، له سخت ننګوونکي وضعیت سره مخ دي. دوی وايي، د پاکستان حکومت د ویزو تمدید یوې میاشتې ته راټیټ کړی او درېیمو هېوادونو یې د ایستلو پروګرامونه ځنډولي دي.

تېره ورځ د طالبانو د کډوالو وزیر مولوي عبدالکبیر د پاکستان له شارژدافیر سره په کابل کې وکتل او ویې ویل چې پاکستان دې د افغان کډوالو پر وړاندې له نرمښت کار واخلي.

د راپورونو له مخې پاکستان له ټولو فشارونو سره سره دغه پروسه عملي کوي او په نهایت کې له قانوني ویزو پرته ټول افغانان له دغه هېواده وباسي.