دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهراډيو او خاطرې

راډيو او خاطرې

ډاکټر شاولي پوپل
“د ظاهرشاه دسلطنت وختونه به وه، د ښوونځی په ابتدایه صنفو کي به وم. په دغه عصر کي راديو ډیر عامه نه وه، یو خو رادیو ګاني په بیه ګراني وي او بل غربت هم ؤ دهرچا دوس خبره نه وه ، خو موږ یوه برقي فلپس رادیو درلوده چه په برق یی کار کاوه،چه چالانه به دي کړه نو دري څلور دقيقي وروسته به یی بږهاری شروع سو ، دوی به ويله چه راديو ګرميده، وخت نيسي، کندهار ښار چه ډیر کوچنی ؤ برق یی درلود چه دبابا صاحب دبریښنا توربین (۱۵۰-۲۰۰ کیلوواټه برق تولیداوه) چه وروسته بیا د فیل کوه دبرښنا دتولید دوه توربینه فعاله سوه چه د۷۰۰—۸۰۰ کیلو واټه برق یی ورکاوه،

بیا چه کندهار ښار پراخ سو نو د حکومت لخوا لوی جنراتورونه په کار ولویده( دخرقي مبارکي سره، سردارمدد خان چوک ته نزدي او برښنا کوټ )، دبرق لینونه چه دکورو په داخل کي کارول کیده سربي پوښ یی درلود، یعني هغه وخت رابړاو پلاستیک دلینو دپوښ لپاره لا نه وه استعمال سوي ، برقي اتوګان ،ابګرمي ،ټیپ ریکاردر، دکالو پریولو ماشین اونور برقي الات لانه وه راغلي.

هغه مهال بطری والا رادیو لا نه وه راغلې، ډیر کلونه وروسته بطری والا رادیوګاني رامیدان ته سوي، هغه هم بطری به درادیو دباندي وه او دیوه مستطیل شکل یی درلود حتما به تر یو نیم کیلو درنه وه ، دغه ډول بطری والا رادیو ډیره کامیابه نه وه ځکه چه بطری به هم ګرانه وه او بل ژر ختمیده ، نوري رادیوګاني چه دا اوسنی بطری دننه ورلویږي لا دیر وخت وروسته راغللي.

د بعضو پخوانیو رادیوګانو بدنه به د لرګي څخه جوړه وه چه رادیوته یی نوره ښکلا ورکوله راډیو په داخل کي به اوه اته ګروپان کم رنګه رڼا کوله ، داګروپان به هم کله نا کله سوځیدله ، دا ګروپان خاص ګروپان وه درڼا لپاره نه وه بلکه نور وظایف یی درلوده، ترانسیستور رادیوګاني چه ګروپان یی نه درلوده ډیر وروسته رامنځته سوې.

برقي رادیوګاني دتقویی لپاره دیوه اوږدي جالۍ داري پیتي څخه دانتن کاراخیستل کیدی .په کندهار کي دکریم رادیو ساز نوم دیادیدو وړ دی ، ږیره اوبریت یی خرایه اوقره قلي خولی به یی پرسروله ، په هرات بازارکی یی دوکان ؤ هغه دخلګوخبره ښه کار یی چوک ؤ.

رادیو دلمړني میدیا یارسنی په ډول دانسانانو په تنویر او روزنه کي لویه ونډه درلوده . او اوس یی هم خپل ارزښت ساتلی دی ، هغه وخت عموما په ښارونو کي ګټه ځني اخیستل کیده په اطرافو کي ترهغه وخته رادیو نه وه.

زموږ په ګران افغانستان کي یوازي دکابل په ښار کي رادیو نشرات درلوده ،چه وروسته په ولایاتو کي په لنډو څپو او منځنیو څپو اوریدل کیده دانشرات دورځي دوه ځله خپریده ، دوه ساعته دسهار لخوا نشرات وه او بیا دماپښین دڅلوروبجو څخه بیا دشپي تریولسو بجو پوري به نشریده .
درادیو پروګرامو ته به راسو .

پروګرامونه متنوع وه ، هغه چه زما په یاد دي هغه خبرونه وه چه تقریبا هرساعت ویل کیده ،خصوصا داتو بجو خبرونه ډیر مهم وه او هرچا کوشش کاوه چه وایی وري ، لازمه بولم چه دهغه وخت دنطاقانو یاد تازه کړم ، مرحوم عبدالغفور ویاند چه په کندهار کي دمعارف مدیر هم ؤ، مرحوم داکترشیرزوی چه دسترګو ډاکتر هم ؤ ، مرحوم کریم روهینا ،شفیقه محمود حبیبي ، مرحومه غوټی خاوري ، ظاهر توتاخیل، صایمه اکبر،مرحوم جان اغا الکوزی او نور.

چه دیاده مي ونه وزي دکندهار ښار دچارسو پرچوک درادیو یولود سپیکر نصب ؤ او خلګو چه رادیو نه درلوده دلته به یی خبرونه اوریده همداسي یو لوډسپیکر دشهیدانو په چوک کي دقبلي وطرف ته یو کوچنی هوتل ددوکانو برسرؤ چه دکښتی هوتل یا سماوار یی باله نصب ؤ.

دهغه وخت موسیقي مي هم څه ناڅه په یاد ده دمرحومي میرمن پروین دا غزل چه (سترګی راواړوه په غلا راغلي یم ) اوفارسي غزل یی ( شیرین روبا بمیره نه بودم خانه ) یوه بله پښتو بدله چه مطلع مي په یاد ده (جان خانه ولي نو)اوبله فارسۍ غزله چه خواننده یی نه دی رامعلوم.

( بیابریم قالین بیبافیم سوی اقچه تخته پارچه … قالین های سورخ سفید بری یار برګ بید)، د رخشاني غزلي (اوس په باړه کي اوبه ګډي وډي شینه شنواري لونګینه … زه خیالي وزیره یمه )، اشنا سهار دی ساړه مي کیږي راباندي واچوه لنګی دواړه لاسونه (خواننده یی ممکن رخشانه وي )، استاد سلیم کندهاری چه یوازنی سنتورږغونکی ؤ ( سنتور چینایی دساز اله ده ) دسلیم کندهاري غزلي مي هیري دي . دهغه وخت هنرمندان استاد نتو ، پرنات، ،یعقوب قاسمي( داستادقاسم زوی) ،استاد شیدا، استاد عبدالحسین داستاد سراهنګ پلار ،استاد دری لوګری ، تر دوی وروسته استاد سراهنګ ، استاد رحیم بخش ، استاد موسی قاسمي، استاد نبي ګل ، استاد یوسف قاسمي ، استاد هاشم . بیانو دنوی موسیقی په دور کي استاد خیال، استاد زلاند ، استاد هم اهنګ ، ساربان ، استاد مددي، استاد اولمیر اواستاد مهوش . تر دوی وروسته بیا اماتور او دنوي سبک هنرمندان لکه احمد ظاهر، احمد ولي ،ناشناس،ظاهر هویدا ،رحیم جهاني ،حبیب شریف ، سلما ، قمرګل ،مسحورجمال ، ناهید، ژیلا، پریسا مرسل، افسانه، بیلتون، قدیم، استاد ګل زمان، حاجی زمان شوقي، استاد ایوب، رحیم مهریار او پرستو.

زموږ د کندهار محلي هنرمندان مرحوم اغامحمد چه په اغاګي مشهور ؤ ، عبدالروف کندهاری ، عبیدالله جان ، ولي محمد، اوشاه محمد کندهاري په کابل رادیو کي سندري ثبت کړي دي.

په هنري پروګرامو کي مي د پنجشنبي د شپي رادیو درام یادیږي چه ښه ډرامي به یی نشرولي، لازم ګنم چه داستاد فضل محمد فضلي، استاد رفیق صادق، مشعل هنریار، زلیخا فخري ، استاد بیسد ،ف عبادي، زلمی حسیني ،انیسه وهاب یادونه وکړم ، دکورني ژوند لنډي ډرامي چه سهار خپریدي ډیري ښوونیزي وي .

پاته دي نه وي چه د رادیو افغانستان دپرمختګ په لاره کي عبدالغفور برښنا، عبدالروف بینوا ، ګل پاچا الفت دمدیریت په برخه کي ډیر خدمتونه کړی دي. اود موسیقي او کمپوز په برخه کي داستاد خیال ،استاد زلاند، استاد مددي ،استاد ګلزمان، استاد هاشم، او فضل احمد نینواز اوشاه ولي ترانه ساز کارونه دستایني وړ دي ، سلیم سرمست دارکستر لارښود دیادوني وړ دی”.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه