ویب ډیسک
په پاکستان کې د افغانستان د سفارت د یوه مکتوب په اساس دولت ځدراڼ او کورنۍ یې د پاکستان د تابعیت د ترلاسه کولو درخواست ورکړی دی او افغان سفارت د حکومت څخه غوښتي دي چې د دولت ځدراڼ او وروڼو تابعيت يې په افغانستان کې وڅېړي.
د مکتوب څخه د ترلاسه شويو معلوماتو په بنسټ دولت ځدراڼ پخوا د پاکستان تابعيت ترک کړی و چې اوس غواړي بېرته یې ترلاسه کړي.
ځدراڼ د افغانستان په ملي کرکټ ټيم کې د غړيتوب د ترلاسه کولو لپاره د پاکستان تابعيت پرېښود او د کلونو لپاره یې د افغانستان د کرکټ په ملي ټیم کې لوبه وکړه او اوس چې په دې وروستيو کلونو کې ورته نور په ملي لوبډله کې د لوبې چانس ورنکړل شو نو اوس یې يو ځل بيا بېرته د پاکستان د تابعیت د ترلاسه کولو خواست کړی دی.


