لیکونکی: زاهدالله زاهد
ناول (Novel ) د اطالوي ژبې “Novella” توري څه وتلى شکل دى چي د لغت په اساس د “نوي”مانا ورکوي او په جدي اعتبار د يوې قيصې، داستان يا په پښتو ژبه چي “نقل” ورته وايي، په مانا کي کاريږي. د ادب په ډګر کي د نثر په شاخو کي “ناول” ډېر لوى حيثيت لري. ليکوال د ناول په وسيله چي پکښې ليږ کردارونه په کار اچوي، د بشپړي ټولني اخلاقي، نظرياتي، او تهذيبي انځور په ډېره روانه ژبه په ډاګه کوي او په داسي څپرکو وېشل سوى وي چې د لوستونکي مخ په وړاندي د خوښۍ او دلچسپۍ لامل ګرځي.
په پښتو ادب کي په لومړي ځل “د بنګ مسافري” ناول استاد نور محمد تره کى په ١٣٤٤ هښ کال ياني ١٩٤٥ﺀ کي وليکل او ١٣٤٧ هښ کال ياني ١٩٤٨ﺀ د پښتو ټولني لخوا چاپ سو خو د دولت لخوا د بنديز له کبله د خپرېدو څخه پاتې سو لاکن په کوزه پښتونخوا کي په غير مستقيمه توګه چاپ او خپور سو. په دويم ځل په ١٣٥٧ هښ کال ياني ١٩٧٨ﺀ د ثور انقلاب وروسته په ډېر ښه صحافت سره په څو څو واره په افغانستان کي دننه او د افغانستان څخه بهر چاپ او خپور سو. په دريم ځل په سهيلي محکوم پښتونخوا کوټه ښار کي د تاسيس شوي “پښتو نړيواله مرکه” په ٢٠٠٩ﺀ ميلادي کال له اړخه چاپ سو خو د ناول د شمېر له کموالي له وجهي يو وار بیا د “پښتو نړيوالي مرکه” په زيار په ٢٠١٧ﺀ ميلادي کال کي په څلورم ځل لپاره چاپ او خپور سو.
“د بنګ مسافري” استاد نور محمد تره کى د خپل هنري قلم په وسيله په ١٣١ صفحو کي د لوى افغانستان داسي ټولنيز قلمي انځور وايستل چې وروسته يې نورو ليکوالانو ته د ټولني هر اړخیزې نکتې ته فهم اړولو لپاره لاره هواره کړه او د طبقاتي او ملي مبارزې د ودي په لړ کي يې د بشپړي ټولني وګړي خپل اولسي موخې ته وهڅول.
دا انقلابي اثر په هغو ارزښتناکو فرهنګي اثارو کي شمارل کېږي چي د وخت په تېرېدو سره نور هم د اولس اړتیا ورته زياتيږي. په طبقاتي ټولنه کي خواريکښ طبقه چي ورته د دوى د خولو ثمره ورکولو لپاره د خپلواک ژوند او په سوسياليستي تيوري سمبال يو انقلابي نظام راوستل د استثمار څه د خلاصون بنسټ ګڼل کېږي او د طبقاتي مبارزې لپاره د خلګو په خاص توګه د ځوانانو فکري جوړښت د استثمارګرو او فيوډالانو په ضد عملي غورځنګ کي ادب، کتاب او ليکنې بنسټیز کردار لوبوي او په هم دې اساس فرد د فرد په وسيله او ټولنه د ټولنې په وسيله د انقلاب لپاره لار هواره وي.
هم دا راز “د بنګ مسافري” استاد نور محمد تره کى په يو داسي وخت کي وليکل چي بشپړه ټولنه په ډېرو ناوړو طبقو وېشل سوي وه او د بې رحمه پانګوال نظام له کبله د افغانستان وګړي د لوېدلي اقتصاد په نتیجه د ډېرو لوږو تندو سره مخامخ وو. هغه نظام د بېلګي په توګه د هغې شين جکۍ” و چې د خپل ژوند د بقا لپاره د يوه ژوندي انسان په وينو پايي او ورسره ولس د منصب په لحاظ، مذهب په لحاظ او د نسب په لحاظ د شتمنو طبقو لخوا خپل منځي کړه وړه څرګندونه پکښې سوې ده او علت هم دا وو چي چي د ارواښاد دا قلمي اثر په خپرېدو سره دولت او د دولت سره کړۍ په کړۍ تړلي شتمني طبقې په ډار کي واچول او لومړي ځل يې دا ناول سانسور کړ او د انقلابي ځوانانو تر منګولو نه ور ورسېدل.
سامراجي قوتونه د وخت او حالاتو د تقاضې سره سم د خپل ناوړه نظام “امپرياليزم”/Imperialism خوندي کولو لپاره خپل اسلوب بدلوي او نوي سياسي ستمګرو فيوډالانو په وسيله د طبقاتي مبارزې لارويان او ورسره دا فکر له منځه وړلو په هڅه کي هر ډول مذهبي لمن استعمالول له لاسه نه ورکوي او د خپلي موخې ترلاسه کولو لپاره د هيڅ ډول خونړي پيښو څه ډډه نه کوي. د سامراج د کړنو په ضد اوس هم دا ناول د انقلابي ځلميانو لپاره د رڼا په څېر شتون لري.
په اوسني عصر کي د سياسي، ملي او ولسي مبارزې د ودي لپاره دا ډول اساسي اثرونه خپرول هغه هدف ته نزدېکت ګڼل کېږي کوم هدف چي ارواښاد نور محمد تره کى د افغانستان د خلق ډيموکراټيک ګوند لخوا په خپلو انقلابي هلو ځلو ترلاسه کړ او په دې ډول اثرونه انقلابي ځلميان په ټولنيز ساينسي اساسو سمبال ډيموکراټيک نظام ته رسېدل د ټولني د وګړو وياړ نور لوړوي او هڅوي يې چي خپلي مبارزې ته نور په چټکتیا سره د لوېدلو طبقو او محکومو قومونو لپاره وړ ګامونه واخلي.


