ويب ډيسک
په پاکستان کې د مخابراتو یا ټيلي کمیونیکیشن ملي ادارې (پي ټي اې) ویلي د ولس د خونديتوب باوري کولو لپاره یې د بلوچستان په ځېنو سیمو کې د موبایل انټرنیټ خدمات ځنډولي دي.
د ډان نیوز له مخې پي ټي اې پخپل بیان کې ویلي، ولس ته اطلاع ورکول کیږي چې د مجاز محکمو د لارښوونو په رڼا کې د بلوچستان په مخصوصو سیمو کې د موبایل انټرنیټ خدمات په عارضي ډول ځنډول کیږي.
خو څېړونکي وایي چې پاکستان کې اوس د مخالفو غږونو د غلي کولو په غرض ورځ تر بلې په انټرنیټ اؤ میډیا بندیزونه لګول کیږي اؤ بلوچستان کې هم په موبایل انټرنیټ بندیز ددې لپاره لګول شوی چې ددې صوبې د محرومو خلکو نه د خپل غږ نړۍ ته د رسولو لارې چارې وتروړل شي.


