دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبیت المقدس:د یهودانو پر یوه کنیسه برید شوی چې له امله یې...

بیت المقدس:د یهودانو پر یوه کنیسه برید شوی چې له امله یې ۷ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

ویب ډیسک

د تېرې جمعې په ماښام د بیت المقدس په ختیځ کې د یهودانو پر یوه کنیسه برید شوی چې له امله یې ۷ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

پولیسو دا یو ترهګریز برید بللی او بریدګر يې د تېښتې پر مهال وژلی دی.

د اسرائیل پولیسو دا برید وروستیو کلونو کې تر ټولو بد برید یاد کړی.

دغه برید د لوېدیځې غاړې جنین ښار کې د اسراییلي ځواکونو له مرګوني عملیاتو څخه یوه ورځ وروسته چې په کې ۹ تنه فلسطینیان ووژل شول، ترسره شوی دی.

د فلسطین حماس او اسلامي جهاد ډلو ياد برید ستایلی خو مسؤلیت یې نه دی منلی.

امریکا او برتانیا بیا دغه برید غندلی او ویلي یې دي، چې دوی به د خپلو اسرائیلي ملګرو ترڅنګ ودرېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه