ويب ډیسک
د برتانیا د پارلمان دفاعي کميټې خبرداری ورکړی، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدلېږي.
د توبیاس الووډ په مشرۍ د برتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې يوه راپور کې وایي، له افغانستانه د برتانیا راوتل د طالبانو د بیا راستنېدو لامل شو او په دې اړه باید “صادقانه” څېړنه وشي.
ياد راپور زياتوي، افغانستان کې د امريکا او متحدينو له ۲۰ کلن حضور وروسته د نړيوالو ځواکونو وتل او د افغان حکومت ړنګېدا د دې لامل شوه چې طالبان بيا را ژوندي شي او په ډېرې چټکۍ سره د افغان حکومت پرځېدا د حيرانتيا وړ خبره ده.
د دې کمېټې راپور کې راغلي، چې زرګونه افغانان برتانیا ته د تخليې پر شرایطو برابر ؤ، خو لا هم ويستل شوي نه دي او افغانستان کې يې ژوند له ګواښ سره مخ دی.
د دغه راپور په غبرګون کې د انګلستان د دفاع وزارت ډاډ ورکړی، چې حکومت یې لا هم د ډېرو افغانانو د خوندي انتقال لپاره “نه ستړې کېدونکې هلې ځلې” کوي.
د دفاع وزارت له هغو افغانانو مننه کړې، چې افغانستان کې یې له برتانوي ځواکونو سره همکاري لرله او زیاته کړې یې ده، د لېږد پروسه کې نږدې ۱۲زره او ۱۰۰ تنه انتقال شوي.
د برتانيا دفاع وزارت همدارنګه ویلي، نږدې ۳۰۰ داسې کورنۍ چې د لېږد په شرایطو برابرې دي، حکومت یې د انتقال لپاره هلې ځلې کوي.


