ويب ډیسک
د امریکا هوایي ځواکونو د چین هغه څارګر بالون د اتلانتیک سمندر پر سر راغورځولی چې چین یې د هوا پېژندنې صحرايي شوی بالون بولي خو امریکا پرې د جاسوسۍ شک لري.
یاد بالون څو ورځې مخکې د امریکا اسمان کې لیدل شوی ؤ چې امریکایي چارواکو دا کړنه د دې هېواد پر ملي واکمنۍ تېری بللی دی.
خو چین دا یوه تصادفي پېښه بللې او ویلي یې دي چې دې بالون خپله لار ورکه کړې وه.
د امریکا ولسمشر جو بایډن هغه پیلوټانو ته مبارکي ورکړې چې دې بالون ویشتلو کې بریالي شوي دي.
امریکا د دې کړنې غبرګون کې چین ته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ټاکل شوی سفر لغوه کړی دی.
خو د معلوماتو له مخې د چین بهرنیو چارو مشر وانګیي د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن سره ټیلیفوني خبرې کړي او دواړو لورو په دې بحث کړی چې څنګه له تصادفي پېښو سره ارامه چلند وشي.
امریکايي چارواکو ډاډ ورکړی چې د دغه بالون برخې به د پلټنو لپاره راټولوي.


