ويب ډیسک
ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه ډېره لوړه ده او پر ۴ ميليونه وګړو يې اغېز کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکی دفتر (اوچا) ويلي، په دې شمېر کې د شديدې خوارځواکۍ ۸۷۵ زره ماشومان، ۲.۳ ميليونه د نسبتاً متوسطې ځوارځواکۍ لرونکي ماشومان او همداراز ۸۴۰ زره بارداره مېرمنې شاملې دي.
دغه دفتر له دې وړاندې ويلي ؤ، افغانستان کې اقتصادي کړکېچ، اقليمي بدلون، لوږې او د نښتو اغېزې د دې لامل شوي چې اړتياوې ډېرې شي او په روان زېږديز کال کې ۲۸.۳ ميليونه تنه د ژوند ژغورونکو مرستو ته اړ دي.


