سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا وايي :که ترهګر افغانستان کې ځاله جوړه کړي، موږ پرې داسې...

امریکا وايي :که ترهګر افغانستان کې ځاله جوړه کړي، موږ پرې داسې برید کولای شو

ويب ډیسک

د امريکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په شیکاګو پوهنتون کې د وینا پرمهال ویلي، که ترهګر افغانستان کې ځاله جوړه کړي، موږ پرې داسې برید کولای شو لکه په ایمن الظواهري مو چې وکړ.

بلېنکن د دې ترڅنګ وویل، طالبان “هغه ژمنې نه غواړي پوره کړي یا یې نه شي پوره کولای، چې دوی کړې وې.” چې د ښځو او نجونو د حقونو خوندیتوب هم په کې دی.

د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري، د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې د کابل شش درک سیمه کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ووژل شول.

د بلېنکن په وینا، افغانستان کې ځينې هغه وحشت‌ناکې پېښې ونه شوې چې اټکل یې کېده او ډاډ یې ښودلی چې له دې هیواده هېڅ ګواښ ورته متوجه نه دی.

له دې مخکې پاکستاني چارواکو اندېښنه ښودلې وه، چې له افغانستانه ورته ګواښ دی او د کورنیو چارو وزیر یې دې ګواښونو پر ضد د افغانستان په خاوره کې دننه د عملیاتو خبرداری هم ورکړی ؤ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه