سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد لطیف اپريدی د وژلو شاته علت څه وو

د لطیف اپريدی د وژلو شاته علت څه وو

ويب ډیسک

د پاکستان د پوليسو په حواله مشهور وکيل او د بشري حقونو تکړه فعال چې تل یې د پاکستان پر پوځ او همدا راز پر وسله والو نيوکې کولې، په پېښور کې وژل شوی دی. په دې ترڅ کې شکمن بريدګر هم نيول شوی دی.
د سيمه ایزو پوليسو يوه چارواکي کاشف عباسي، رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چې يوه په وسله سمبال سړی د پېښور په »هايي کورټ« ودانۍ کې عبدالطيف آفریدی چې په لطيف لالا مشهور وو په ډزو وژلی دی.
نوموړی چې يو مشهور سياستوال او د بشري حقونو فعال وو، د پاکستان د سپريم کورټ يا سترې محکمې د وکيلانو د ټولنې پخوانی مشر هم وو.
دغه چارواکي وويل: «موږ عامل د پېښې په صحنه کې نيولی دی.» هغه زياته کړه چې شکمن بريد کوونکی د وکيلانو لباس اغوستی وو او همدا لامل شوی چې هغه په آسانۍ سره د محکمې ودانۍ ته داخل شوی دی.
د پېښې په ځای کې موجودو وکيلانو وويل چې شکمن کس تر فايرونو وروسته د تېښتې هڅه نه ده کړې.
که څه هم چې د پېښور په هايي کورت کې تل ډېر پوليس موجود وي، خو بيا هم ودانۍ ته د داخليدو پر وخت د بدن تلاشي نه اخيستل کيږي. په پاکستان کې تل د محکمې په ودانيو کې امنيتي تدابير تر پوښتنې لاندې نيول شوي دي.

وویل کیږي لطیف اپريدی د کورنۍ جګړې ښکار شوی
د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د عبدالطيف آفريدي وژنه غندلې ده او په دې تړاو یې خپله خواشيني څرګنده کړې ده.

آفريدی چې يو مشهور سياسي او د بشري حقونو فعال وو، تل یې د پاکستان پر پوځ په سياست کې د مداخلې او د وسله والو د ملاتړ تورونه لګول او د پوځ پر دغه احتمالي کړنه یې نيوکې کولې.
ب. ص/ ش. ن (Reuters)

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه