دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپښتنو ته پېښي ستونځې او د حل لارې

پښتنو ته پېښي ستونځې او د حل لارې

لیکنه :ډاكټر نصيب الله سيماب

پښتانۀ متل كوي چې: “خبره دي د بل تر لاس مه شه” معنا دا چي اختيار او فيصله دي د بل مه سه. پښتون نن په هم داسي كيفيت كي را ګير دى. كيسه يې د بل تر لاس ده اوس دا د هغه اختيار دى چي د دې حل را وباسي يا يې هم دا رنګه وساتي. د چا سره چي اختيار دى هغه په دې ډېر ښۀ پوهيږي كه دا ستونځه حل شوه. زما اهميت ختميږي. زما ملكي ختميږي. د نن په نړيوال كلي كي د دې كلي ملك او د هغه ملګري نه غواړي چي د پښتون كور دي له غمه او جنګه څخه ازاد شي. ځكه چي په دې كي د نړيوال كلي د ملك او د هغه د ملګرو ګټه ده. د پښتانۀ دا اختيار د بل لاس ته څنګه ولاړئ له دې حالاتو سره څنګه مخامخ شو. د دې وجوهات څه دي؟ او د حل لاري يې كومې كېداى شي. هر سړى د خپلې پوهې په بنياد د دې لاملونه او د حل لارې ښايي. زۀ هم د خپلې كمې پوهې په بنياد په دې حواله څه ګزارشونه لرم. دا تش زما فكر دى. له دې سره اختلاف كول د هر چا حق دى. ځكه چي انسان په خپل وس پڼ دى. د هغه فكر خام كېداى شي او د لا ښۀ والي ګنجائش هر وخت په كي موجود وي.
پښتون قام ته چي كومي ستونځي پيښي دي زما په خيال د هغه لاملونه څلور دي. لومړى بې علمي، دويم د نظام نېستي، درېيم افتخاري رويه او مذهبي استبدادڅلورم د خپل جغرافيائي شتون د اهميت ادراك نۀ كول.
(1) بې علمي: پښتون له وخته څخه له علمه ليري په غرو كي د كوچنيانو ژوند كړى دى او تراوسه پوري يې زباته برخه هم دا رنګه ژوند كوي. كوچاني ژوند پښتون د حفاظت له ويري سره مخامخ كړى دى. دۀ ته ځان غير محفوظ ښكاره شوى دى. د مالدار په حېث د زناورو ويره، د غلو ويره، د شين ګښتۍ د ختمېدو ويره. له دې ويرې څخه د حفاظت په خاطر يې فكر د وسلې و خوا ته ولاړئ. دا وسله په مختلفو وختو كي په مختلفو بڼو كښې د پښتون ضرورت وګرځېدئ چي پايله يې وسله زيور وګرځېدئ. يعني ضرورت په ښايست او ښايست په افتخار بدل شو. دې ضرورت د پښتون ذهني نشو ونما د يو سپاهي په توګه وكړه. د ځناورو او غلو ويرې د وهلو او ويشتلو وسله په لاس وركړه. د شين ګښتۍ د ختمېدو يا ترلاسه كېدو ويرې قبيلوي د بغض او افتخار وسله په لاس وركړه. دا رنګه يې ځان د يو جنګيالي او ننګيالي په حېث وپېژندئ. بلكې جنګياليتوب او ننګياليتوب يې پېژندګلوي جوړه كړه. نو څوك چي به په دې قام كي په ذاتي حېثيت يا قبيلوي حيثيت له دې صفت خلاص و هغه په دې قام كي ژوند نۀ شو كولاى. نو ځكه يې په مجموعي حېثيت ذهني نشو ونما د يو سپاهي په څير وشوه او دا نشوونما له يوه نسل څه و بل ته په ميراثي توګه انتقال شوه. د وخت د تېرېدو سره دې صفت كه څه هم د هند تر اقتدار پوري ورسول. د جنګيالي او ننګيالي په صفت متصف قام د علم د رڼا څخه د عدم توجهي په وجه بې برخي پاته شو. د ماجت له لاري يې چي لږ او ډېر علم په بله ژبه په برخه شو. هغه د شعوري نشوونما پر ځائ عقيدت مندي ته مايل كړئ. ملا د ژوند د تېرولو د سليقه مندۍ پر ځائ له خداى سره د محبت پر ځائ د خداى څخه ويره په زړۀ كښې ور پيدا كړۀ. په بله ژبه د ملا له لاري د اسلامي تعليماتو پر ځائ د دې چي پښتون قام د عصري علومو په وسيله د جدت پر لاره سم كړى واى چي د اسلامي تعليماتو خاصه ده پښتون د رجعت په دائره كي بند پاته كړئ. د اسلام پر ځاى يې د ملا په دين مشرف كړئ. ځكه پښتون له دواړو علومو څخه بې برخې پاته شو. نه يې مفسر پيدا كړئ نۀ يې سياستدان، نه پې پر خپله خاوره د ديوبند او الازهر رنګه د ديني علومو مدارس جوړې كړې او نه يې د اكسفورډ او كيمرج رنګه د عصري علومو ادارې پيدا كړې. د ام الكتاب (قرآن كريم) تقدس يې تر هر قام په زړۀ كي زيات راسخ دى. په لسګونو پوښو كي پوښلى د كور په لوړه تاخچه كي يې ايښى دى. په مچه كېدو يې د اخيرت د ګټي تمه كوي. تلاوت يې ثواب ګڼي. په معنا او تعليماتو پوهېدل ورباندې د ط ټكى دى. د هر پښتون لمونځ زده دئ. په معنا يې ډېر ملايان لا هم نۀ پوهيږي. عام وګړي خو پر خپل ځاى. جومات چي په اسلام كي د علم مركز او د ستونځو اوارولو مركز دى. د تربورګلوي او ښۀ نوم سمبول وګرځول شو. د قرآن و سنت څخه براه راست هدايت اخستلو څخه پښتون راګرځول شو.
د پيرنګي راتګ د وطن د تقسيم سره سره د پښتون ذهني تقسيم هم وكړئ. پر ځائ د دې چي عصري علومو ته يې د مدرسو په نساب كي ځائ وركړى واى. د ذهني تقسيم په خاطر يې جلا سكولونه خلاص كړو او بيا يې يوه ډله په حق بله يې په مخالفت كي په دې ودروله چي دوئ په خپل مينځ كي سره اخته وي. او دى خپل حكومت وكړي او شتمني يې ځان ته كړي. د پيرنګي ترلاس لاندې سيمه كي په سكولونو كي د پښتو پر ځاى په نورو ژبو كي درس وركول پښتون له عصري علومو څخه بې برخي كول ؤ چي په ډېره كاميابۍ يې ترسره كړئ. په دې وخت كي د پيرنګي سازشي ذهن په غير محسوسه توګه د جدت او رجعت اصطلاح د پښتنو په تقسيم د خپلو آله كارو په وسيله په كار راوستلې جبكه تاريخ ګواه دى. چي د مدرسې او عصري علومو پلويان دواړه د پيرنګي په ضد د ازادۍ په مبارزه كي ګډ وو. د پيرنګي له تګه وروسته د هغه پاشلي تخم تيغونه ووهل. دين تر فههي او درس نظامي پوري محدود پاته شو او د عصري علومو لوستونكي په بله ژبه ليك او لوست زده كړئ چي فيصدي يې ډېره كمه ده. د مدارسو علم د اسلام په نامه په يو خاص چوكاټ كي بند پاته شو او عصري علومو پښتانه له ژبي، تاريخ او كلتوره بې برخي او ليري وساتل. پښتونولي په مينځ كي لكه كونډه تش د دعوې دپاره پاته شوه چي هر څوك يې د ځان بولي خو له زړۀ يې قبلوي نه. په جديده نړۍ كي لوستى كس هغه څوك بلل كيږي چي هغه په خپله ژبه كي ليك او لوست كولاى شي. څو داسي خلګ لرو. په دې وطن كي چي هغه په خپله ژبه تش ليك او لوست كولاى شي. تحقيق، سائنس او نور علوم پر خپل ځاى.
بل دا چي قام هغه وخت د علم په زيور ښايسته كيږي چي ژبه يې د دربار او سركار ژبه شي. په لر او بر وطن كي پښتو ژبه نه د سركار ژبه پاته شوې ده نۀ د دربار، نو بحثيت مجموعي د پښتانه د بې علمي څه غټ وجوهات دا وو چي بيان شو په نور تفصيل كي ځكه نۀ ځو چي د وخت تقاضا ده.
دويم لامل د نظام نېستي: نظام يو مربوط تګلارې ته ويل كيږي چي هغه د ژوند هر اړخيزي غوښتني پوره كوي. معاشي، ټولنيز، مذهبي، اقتصادي، كلتوري، تاريخي او داسي نوري غوښتنې په خپل تاريخي تناظر كي د خپل كلتور عناناتو، رواياتو په مرسته د پرمختللي نړۍ سره د پرمختګ پر لاره سفر كوي. د ترقۍ پر لاره يې نظام مرسته كوي ځكه چي په يو بشپړ نظام كي دا خوبي وي چي هغه د روايت په دائرو كي د جدت په مرسته پراخوالى راولي او قام د پرمختګ سره سره د خپل كلتور، روايت او مذهب څخه نه پرېدى كوي بلكې هغه په جديده نړۍ كي د ځانګړتيا او پېژندګلوي علامت ګرځوي. پښتون بحثيت قام داسي يو نظام نه په ماضي كي درلودلى دى نه يې اوس لري. ځيني خلګ پښتونولي د يو نظام په توګه وړاندي كوي. زه وايم پښتونولي د يو بشپړ نظام نعم البدل نه شي كېداى ځكه چي دا تش د قام د رواياتو او عناناتو پاسداري كوي. پر ټولنيزه سطح باندي په خپلو كي د ژوند تېرولو خپل اصول دي. په دې معاشي كي اقتصادي، مذهبي او تاريخي اړخونه ته پام نه دى شوى.
په پښتونولي كي مېلمه پالنه، جرګې، ننواتې، د يوې قبيلې د بلي سره د اړيكو په حقله ډېر څه شته. خو د علم، دين، معاش او اقتصاد دپاره هيڅ نشته. نۀ داسي پاليسازي ادارې شته چي هغه پر دې باندې كار وكړي. د پښتنو د مزاج مطابق نظرياتي احساس وركړي. چي هغه د ټولو پښتنو دپاره د پښتونولي حيثيت ولري. په پښتون وطن كي ځيني داسي نظريات شته چي شتون لري په هغه كي سوشلزم، ماركسيزم، نيشنليزم، كپټيلزم او د مذهب په حواله يو دين دى. اسلام ازم ځكه چي اسلام هم د يو نظريې او نظام په توګه پېژندګلوي لري. دا ټول نظامونه خپل نظرياتي اساس لري چي د هغه په بنياد د ټولنې جوړښت، طرز حكمراني، مذهبي او پښتني مزاج د ادراك د كمبوت له امله او بل د ملا د مذهبي رويې له امله د قام او ژوند ښېګړي په هغه نظامو كي كتل شروع كړو كوم چي د نورو قامونو د خپل قام د مزاج او علم مطابق ساز كړى و. ځكه يې په پښتني ټولنه كي هغه اثر نۀ كړئ پيدا د كوم توقع چي د دې نظرياتو پلويانو ساتلې وه. بلې خوا ته پښتون قام د خپل مزاج مطابق اسلام بحثيت نظام او مذهب قبول كړئ او د پښتونولي په سازيدو كي يې هم كردار درلودلى ؤ. خو اسلام په پښتانه كي د يو نظام په څير نه بلكې د مذهبي استبداد په توګه ځائ ونيوئ او هغه خلګ ورباندي قابضه شو چي د هغوئ ذهني استعداد په يو خاص دائره كي قيد ؤ. پر ځاى د دې چي په اسلامي حواله د ژوند په ټولو معاملاتو باندي د پښتني ټولني خښته ايښوول شوې وائ. اسلام تر عباداتو پوري محدود پاته شو. تجارت چي هر رنګه كوي. په ميراث كي چا ته حق وركول نه وركوي. كه د زكوٰة نظام فعال وي كه غير فعال، علم چي قرآن پر نر او ښځه فرض ګڼلى دى. كول نه كول غير اهم دى، نه زور ورباندي اچول كيږي. بلكې دا د اولس ذاتي معامله وګڼل شوه. جبكه له عباداتو څخه اجتماعي معامله جوړه شوه چي په اسلام كي ذاتي معامله ده. په پښتانۀ كي لمونځ، روزه، ږيره، لنګوټه داسي شيان ته زياته توجه وشوه او كيږي. په اسلامي نظام كي چي كوم څه اولسي وو هغه ذاتي شو او كوم څه چي ذاتي وو هغه اولسي وګڼل شو. له دې څخه مي مراد دا دى چي اسلام په خپل اصل بڼه كي د نظام په حېث نه شو پاته بلكې ملائيت رامنځ ته شو. په پښتانۀ قام كي دا دوه مكتبِ فكر د يو بل سره په جنګ اخته شو بلكې اخته كړل شو. د باسيوادو قامونو تهينك تهينك دا ادراك كړى ؤ چي پښتون د سپاهي مزاج لري، پاليساز خلګ او ادارې نه لري او د نظريې په نوم يو لوئ بېلتون لري. له دې قام څخه موږ د وسلې كار اخستلاى شو. يو د بل په ضد يې د خپلو ګټو دپاره په كار راوستلاى شو. نو ځكه يې پر دې سپين كاغذ د خپلي مرضۍ ليكني شروع كړي.
دريم تفاخر او مذهبي استبداد:
د تفاخر څخه دلته زما مراد د هغه فخر دى كوم چي به منفي معنا په كار راوستل كيږي. او استبداد په مروجه معنا كي اخلم يعني په سياست كي د استبداد معنا دا ده چي د يوۀ كس يا د څو كسانو عام معاملات د ذمه وارۍ او جواب دهي له ويرې پرته سر ته رسوي. (1)(مولانا عبدالرزاق مليح ابادي، استبداد، ادبستان، لاهور، 1979، ص 14).
د تفاخر په حقله بحيثيت مجموعي پښتون قام په دې مرض كي مبتلا دى. موږ ته يو تحريك هم داسي په نظر نۀ راځي چي هغه دي د خپلو اتلانو د ړوند تقليد مقلد نۀ وي ګرځېدلى په قام كي اتلان، مشاهير، د قام دپاره د فخر علامت ضرور وي خو د هغه د شخصيت او ژوند د هر اړخيزه جاج څخه ډډه كول. قام د تيارو سره مخامخ كوي.
پښتون قام په عمومي او خصوصي توګه په دې فخر كوي چي زۀ د يو جنګيالي او ننګيالي قام سره اړه لرم. زموږ مشرانو د هر اورنګ لاره نيولې ده او زموږ وطن يې د غلامۍ څخه ليري ساتلى دى. بل دا چي په پښتون قام باندي تراوسه پورې چا باچاهي نه ده كړې. دې فكر موږ د تاريخ د ترخو حقيقتونو څخه ليري په تياره كي ساتلي يو. زموږ عالم، زموږ اديب، زموږ سياسي شخصياتو كله هم د پښتون قام د تاريخ دې تياره كونج ته نه خپله پاملرنه كړې ده او نه يې د قام پام دې خوا ته راګرځولى دى. په لر او بر پښتون وطن باندي تاريخ ګواه دى چي كله به د نادرشاه افشار حكمراني وه كله به د مغل او كله به بيا د پيرنګي په جال كي پښتون ګير پاته شوى ؤ. كله يې هم د قام په بنياد تحريك نه دى ساز كړى. كومو پښتنو حكمرانانو چي پر ټول برصغير د خپلي حكمراني تخت خور كړئ. هغوئ د تهذيب و تمدن، علم و اګهي ټوله شتمني د هند پر خاوره خوره كړه. نه په پښتون وطن كي، د غير څخه خو ګيله ځكه نه كوو چي هغوئ زموږ د ترقي سره نه زموږ د شتمنۍ او خپلي حكمرانۍ سره كار ؤ. هغه پښتانۀ حكمرانان، باچاهان چي زموږ دپاره د افتخار علامت دي او موږ فخر ورباندې كوو. هغوئ دې وطن ته تش يوه كارخانه، يوه مدرسه، يو سكول، يو رېلوې او داسي نور څه راوړي دي؟. د فخر په ګهمنډ كي زموږ فكر د دې خلګو كوتاهيانو ته نه دي تللي. زموږ دې باچاهانو ښادي بل ته، غم خپل كور ته راوړى دى. د پښتون قام په نام چي كوم تحريكونه ساز شوي دي هغوئ د پښتونوالي دا تفاخر په خپله لمن كي را اخستى دى. په دې بنسټ يې خپل تحريك ته د دوام وركولو هڅه كړې ده. د شعور پر ځائ يې د اولس جذبات و مخته ايښي دي. د هغوئ جذباتيت ته يې وده وركړې ده. د شعور په بنياد يې د قام او ملت يو نصب العين نه دى ټاكلى. يو داسي سياسي تحريك نه شو ساز چي هغه د ژوند په هره څانګه كي د بدلون باعث ګرځېدلى واى. هر سياسي ګوند پر ځاى د دې چي يو نصب العين، تګلاره او منزل ته اولس راپورته كړى واى. د شخصيت پرستي په افتخاراتو كي خپل ګوند او اولس شكېل پاته كړئ. دې شي پښتون اولس د بېلتون په مرض اخته كړئ. دا بېلتون د نفرات او نفرت په جنګ بدل شو.
بل شى په پښتني ټولنه كي مذهبي استبداد دى لكه څنګه چي مي مخكښې وويل چي استبداد سړى له جواب دهي څخه بې پرواه كوي. هم دا رنګه دين اسلام په پښتانۀ كي د استبداد ښكار شو. استبداد يو تېز اور لګوونكى طوفان دى چي انسان كله هم پر يوه حالت نه پريږدي. هغه مذهب خرابوي، خصوصاً د مذهب هغه برخه چي د اخلاق سره اړه لري دا خو ګرسره په هيڅ حال كي نۀ قبلوي. ليكن د عباداتو سره خاص كار نه لري ځكه چي اكثره د دۀ د مصلحت سره موافق وي. دغه وجه ده چي په غلامو قامونو كي مذهب تش د عباداتو په بڼه كي پاته شي او عادت وګرځي. عبادت د عادت ګرځېدلو په وجه نه د نفس طهارت كوي او نه جسم و عقل د فحاشي او منكر لكه ګند څخه راګرځولى شي (مولانا عبدالرازق، استبداد، مخ 96)
تاسو وګورئ په پښتون قان كي مذهب تش تر عباداتو پوره محدود دى او هغه د عادت بڼه خپله كړې ده. د اسلام د اخلاقياتو لاره هم دې استبداد نيولې ده. ځكه پښتون تش لمانځه، روزه او حج ته زيات مايل دى خو په روح باندي يې بالكل ناخبره دى. اخلاقيات او معاملات يې په خپله خوښه او هر چا ځان ته د ګټې په خاطر جوړ كړي دي. دا مذهبي استبداد په پښتني ټولنه كښې د ملا له لاري راغلى او را روان دى. ملا په اولس كي د دين په حواله هيچا ته ځان جوابده نه بولي. ځكه يې د ژوند عام معاملات د دين نه د خپلي خوښي مطابق رواني كړي دي. د پوښتني څوك نشته او نه يې پرېږدي. دئ د مدرسې څخه فارغه شوي لوستونكو ته هم د دين دا استبدادي رويه د علمي ورثې په بڼه كي وركوي. چي پايله يې د پښتني ټولنې جمود شو. كوم خلك چي د دې جمود د ماتولو هڅه كوي هغه په مختلفو نومو او فتوو وهل كيږي. مذهبي استبداد پښتني ټولنه په يو مخصوص دايره كي بنده كړې ده. چي و هغه ته په نورو ټكو كي رجعت ويل كيږي. رجعت هغه رويه ده چي په ځان كي لچك نۀ لري. مذهبي استبداد د قرآن منلو درس وركوي. پر قرآني تعليماتو د عمل كولو درس نه و ټولنه ته وركوي نه په خپله ځان په پوه كوي. نن د پښتانۀ قام او وطن حالات د دې رويې ښكار نۀ دي؟. دا درېيم لوئ لامل ؤ چي ستاسي مخ ته مي وړاندې كړئ.
څلورم لامل د خپل جغرافيائي حېثيت اهميت نۀ محسوسول دي.

افغان وطن د ايشيا زړه دى. د ژوند دار و مدار ټول پر زړۀ باندي وي كه زړۀ ژوندى وي نو وجود به ژوندى وي كنې ژوند نېستي وي. په همدې وجه باندي هر نړيوال قوت دې سيمي ته توجه كړې ده. پر دې سيمه د قبضې له كبله هغه پر ټوله ايشيا باندي د خپلي حكمرانۍ ارمان پوره كولاى شي. پښتون بحيثيت د دې خاوري د خاوند او استوګن د دې عالمي قوتونو كه په ماضي كي وو كه اوس دي په يوه نه يوه بڼه كي ملګرى او مخالف پاته شوى دى. د ملګري او مخالف تورى مي ځكه وكاروئ چي يوه ډله په حمايت بله په مخالفت كي پاته شوې ده. مقصد دا چي د دوو نړيوالو قوتونو په مينځ كي تقسيم پاته شوى دى. كوم وخت چي پښتون خپل اقتدار په لاس كي درلود هغوئ د خپل جغرافيائي موقعيت اهميت ادراك و نۀ كړئ، د خپلو غرو او رغو پر ځائ يې ميداني سيمو ته چي په هغه كي پښتون نه ؤ اباد توجه وركړه، پر ځاى د دې چي خپله سيمه يې د ترقۍ، تهذيب او تمدن برخه ګرځولې واى. د مورچې كار يې ورڅخه واخستئ. چي دښمن به زور شو دۀ به خپلي مورچې ته ځان راورساوئ. پر دوئ حكمرانانو كابل و كندهار د پوځي قلعې په توګه په خپل لاس كي ساتل او خپلي حكمراني ته يې دوام په وركاوئ. په پښتون وطن كي داسي قلعې موږ ته ډېري په نظر راځي. يوه پښتون شتمن، سياست مدار او حكومتي واكدارانو په دې سيمه كي خپل صلاحيتونه په كار نۀ راوستل. صنعت، تجارت، علمي آګهي ته يې په دې سيمه كي ځاى ور نۀ كړئ. د دوئ په خيال دا تور غرونه او دښتونه د نېستۍ علامت دى. دلته پيسه او صلاحيت لګول د ضائع كېدو سبب ګرځي د ګټي نه، د نړيوال سياست په حواله يې پر دې مځكه ځان د يووالي پر ځاى د تقسيم ښكار كړئ. خپل وزن يې بشپړه كله هم د يوه عالمي قوت په تله كي نۀ دى اچولئ. ځكه چي له دې جغرافيې سره پښتون بلد دى چي د پښتون ملګرتيا نه وي هغه نۀ سي كولاى چي دلته خپله پښه ټينګه كړي. پښتون بحيثيت يو قام له يوه عالمي قوت سره د خپلو مفاداتو مطابق معاهده نه ده كړې كه چيري دواړو ډلو د خپل جغرافيائي شتون ادراك درلودلئ واى نو پر ځاى د دې چي د عالمي قوتو دپاره كار وكړي هغوئ به د دوئ په خوښه كار كولاى. بلكې د نړۍ په فيصلو كي به يې برخه درلوده.
له دې څلورو لاملونو وروسته دې ته راځم چي د حل لاري يې كومې كېداى شي. زما په خيال د دې د حل لاري درې دي چي پر هغه باندي هر پښتون اماده كېداى شي او دې ته غاړه ايښوواى شي او هغه خلګ له مينځه ليري كولاى شي كوم چي په دې لاره كې خنډ جوړيږي.
لومړى علم عام كول دي: علم عام كول هغه كه د مدرسو پر سطح وي كه د عصري علومو پر سطح باندي او په دې علومو كي جدت راوستل دي. چي د پرمختګ لاره واضح او صفا شي. او د دې علم انتقال په خپله ژبه كي كول دي. كوم بېلتون چي د مدرسې او سكول تر مينځ دى دا په پيوستون بدلول دي او د مدارسو په نصاب كي د قرآن او سنت په رڼا كي پراخوالى او هغه د جديد ترقي سره هم آهنګ كول. (د ملائيت په بڼه نۀ ) و اولس ته وړاندي كول دي. د قرآن پر منلو نه بلكې د قرآن پر تعليماتو باندي د عمل كولو درس عام كول دي. د قرآن او سنت تعليمات په داسي انداز كي عام كول چي و هغه ته د هر سړي رسائي وشي. او قرآن د تاخچې څخه ذهنونو ته راشي.
له دې سره عصري علومو ته په خپله ژبه كي ځاى وركول او د خپل روايت په هينداره كي د جدت پر لاره باندي د سائنس او ټيكنالوجي څخه استفاده په داسي توګه كول چي هغه زموږ او د را روان نسل دپاره د پرمختګ باعث وګرځي. د بې لاروئ نه، د سكول د طالب تر مدرسې او د مدرسې د طالب تر سكوله پوري رسائي ته امكانات لټول دي. په پايله يې يو تعليمي نظام راوستل دي.
دويم خپل نظام متعارف كول: لكه څنګه چي د نظام په حواله خبره وشوه، د خپل نظام څخه زما مراد دا دى چي د نړۍ كوم نظامونه په عملي بڼه كي شتون لري د دې ټولو نظامو په ژورتيا سره د مطالعې وروسته دا فيصله كول چي كوم نظام د پښتون دپاره بهترين دى چي په هغه كي يې دين، پښتونواله، اقدار ټول محفوظ هم وي او د ترقۍ دپاره هم لاري خلاصولاى شي. د دې دپاره ضروري ده چي د هغو كتابو براه راست نېغ په نېغه مطالعه وشي په كومو كي چي نظام متعارف شوى دى. د هغه نظام بشپړتيا، خوبياني، د ژوند په هره څانګه كي كار كولاى شي كه نه؟. او د پښتون د جغرافيائي ماحول او مزاج سره تر كومه حده پوري سمون خوړلاى شي او تر ټولو لويه خبره دا چي پښتون په ګڼ شمېر ورباندې راټولېدلاى شي او له زړۀ يې قبلولاى شي. زموږ و مخ ته د تېر وخت تجربې پرتې دي. موږ د هغوئ په رڼا كي كولاى شو چي ډېر ژر دا فيصله وكړو چي هغه كوم نظام كېداى شي. شايد چي تاسو له ما سره په دې خبره اتفاق وكړئ چي هغه نظام تش اسلامي نظام كېداى شي. دلته د اسلامي نظام څخه زما مراد د ملايانو اسلامي نظام نۀ دى بلكې خالص اسلامي نظام چي د قرآن او سنت په رڼا كي وي. دې نظام د عرب رنګه وحشي قام د نړۍ تر ټولو زورور او په علم منور قام جوړ كړئ. او د عربي ژبي او قام حقوق يې هم پر ځاى كړو. تاسو د پښتنو ژوند وګورئ د هغوئ كلتور وګورئ د هغوئ جذبات او احساسات مطالعه كړئ. بيا د دې په رڼا كي اسلامي نظام وګورئ په خپله به دې نتيجې ته ورسېږئ چي دا نظام زموږ د حقوقو تحفظ ډېر ښه كولاى شي. دا نظام په پښتونولي كي او پښتونولي په دې نظام كي داسي سره واخښول شي چي د پښتنو دپاره يو مركزي نظام وګرځي او مرام يې وګرځي. او يو پښتون ملت په وجود كي راولي. چي بيا نفرت او مينه پر هم دې بنياد ودريږي. پښتونولي او دا نظام د يو ځاى كېدو په سبب په مذهبي او قامي استبداد ذهن لرونكي خلګ په خپله رسوا او له مينځه ولاړ شي او دا كار په توره نۀ په قلم كېداى شي. د جذبې په صداقت كېداى شي او په عملي توګه په خپل ځان كي په راوستلو كېداى شي. دا شى به و انفرادي سوچ او ګټي پر ځاى اجتماعي فكر او ګټه رامنځ ته كړي.
درېيم: له جنګ څخه لاس پر سر كېدل او ټوپك ايښوول دي. كومه ذهني تربيه چي د تاريخ په اوږدو كي زموږ د ذهن په لاشعوري توګه شوې ده. هغه ته اصلاحي بڼه وركول دي. هغه صلاحيتونه پر نوې لار په كار راوستل دي. موږ چي ځان جنګيالان بولو دا خبره پرېښوول دي. يوناني قوم تر ننه پوري په نړۍ كي د سترو قامونو په نوم ځكه ياديږي چي هغه د علم هنر په لاس كي درلود. تر ننه پوري د سقراط، افلاطون او ارسطو خبري زموږ د جديد فلسفې بنيادونه ګرځېدليدي. پرمختګ ته لاره هوارول، دې قام توپك نه بلكې قلم په لا كي درلود. او كومو قامونو چي ټوپك په لاس كي ؤ هغه د تاريخ په پاڼو كي تش په نامه ياديږي. اوس كه چيري موږ غواړو چي زموږ قام دي د نړۍ په تاريخي قامونو كي د ځان ځاى د تل دپاره پيدا كړي او يا د تل دپاره د ژوند لاره ونيسي نو به قلم اخلو او په خپله ژبه به د علم پر لاره ځو هله زموږ داستونځي پاى ته رسيږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه