سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبان غواړي د «چاریکار» نوم بدل کړي او د «امام ابو حنیفه»...

طالبان غواړي د «چاریکار» نوم بدل کړي او د «امام ابو حنیفه» په نوم یې واړوي

ويب ډیسک

د طالبانو حکومت غواړي د پروان ولایت د مرکز «چاریکار» نوم بدل کړي او د «امام ابو حنیفه» په نوم یې واړوي.

په پروان کې د طالبانو والي عبیدالله امین زاده په دې اړه یوه «مشورتي غونډه هم جوړه کړې» وه او د دې غونډې ویدیو په ټولنیزو رسنیو کې هم خپره شوې ده.

د طالبانو والي امین زاده په دې غونډې کې وايي: «د ښار د نوم د بدلولو په اړه هم خلک دې نتیجې ته ورسېدل چې دا نوم بدل شي، ځکه چې چاریکار نه کوم علمي نوم دی، نه فرهنګي او نه تاریخي. او د امام ابوحنیفه د ښار په نوم یې بدلول د علم، فرهنګ او تاریخ له پلوه یو ډېر په ځای نوم دی.»

یو نقل دا دی چې د ابو حنیفه نیکونه د افغانستان له پروان څخه عراق ته تللي وو او دی هلته لوی شوی او ژوند یې کړی دی. طالبان هم د «ابو حنیفه د مذهب لارویان» دي او خپل ورځني تعاملات هم د هغه د «د فقهې لارښوونو په اساس» مخې ته وړي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه