ليکنه: علي شیراڼی
غازي مشو خان شېراڼی د شېراڼیو د ټبر له هیزی څانګې څخه وو او پخپل مهال کښې د شېراڼیو د ټبر مشر وو.
ویل کيږي چې ښاغلي شېراڼي د 1900 زېږدیز کال په شاوخوا کښې، څه موده د برېټانیوي هند په ځواکونو کښې دنده هم پدې شرط ترسره کړې وه چې دده د ټبر د سیمې واک به له ده سره وي خو انګرېزانو ورسره و نه منله او تر لنډې مودې وروسته یې له دندې څخه ګوښه کړ.
نوموړي له دندي څخه تر ګوښه کېدو وروسته د خپل ټبر مشرې په غاړه واخیستله او د انګرېزانو په وړاندي یې تبلیغاتي جګړه پیل کړه.
کله چې په 1919 زېږدیز کال کښې د اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان لخوا د انګریزانو سره د افغانانو د درییمې سترې غزا او د خپلواکۍ د بېرته لاسته راوړلو د جګړې اعلان وشو، نو د اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان د اعلان سره هممهاله غازي مشو خان شېراڼي د انګرېزانو په وړاندي د نورو ملي مشرانو لکه، حاجي صاحب ترنګزي، غازي رامداد خان مومند، غازي ملتان خان افریدي، غازي مشو مراڼي، غازي شیرک کاکړ او غازي ازمیرخان مندوخیل سره یوځای د انګرېزانو په وړاندي وسلواله مبارزه پیل کړه.
غازي مشو خان شېراڼی د انګرېزانو په وړاندي د وسلوالې مبارزې او غزا د لمړي کال (1919 زېږدیز کال) په وروستیو کښې د سلیازی په سېمه کښې د انګرېزي ځواکونو په کارتوس ولګېدی او شهید شو او وئیل کيږي چې دده تر شهادت وروسته، دده سر انګرېزانو غوڅ کړ او له ځان سره یې یووړ.
په انځور کښې چې کوم کاڼی څرګندیږي، دغه کاڼی ته د سیمې وګړي د آزادۍ کاڼی وایي او وګړي وایي چې دا د افغانستان د آزادۍ کاڼی دی، ځکه چې ددغه کاڼی سره غازي شهید مشو خان شېراڼي د انګریزانو لښکرو ته مخه نیوله او د انګرېز لښکرو سره یې د افغانستان د بېرته خپلواکۍ د لاسته راوړلو په موخه جګړې کولې.


