ویب ډیسک
د افغانستان ملي امنیت ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي،د خوست ولایت په صبریو، ځاځي میدان او باک ولسوالیو کې د حقاني شبکې او وسله والو طالبانو پر ضد عملیاتو کې د حقاني شبکې ۱۷ مهم کسان وژلي دي.
ملي امنیت ویلي چې وسله والو طالبانو د زمبر کلینیک په سیمه کې غوښتل د یوې ښځې او ماشوم په واسطه افغان ځواکونو ته ماین ځای پر ځای کړي چې خپله یاده ښځه او ماشوم هم په ماین چاودنه کې وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د خوست صبریو ولسوالۍ اوسېدونکو ادعا وکړه، چې د کمپاین په نوم ځواکونو په عملیاتو کې ۱۵ ملکیان وژل شوي دي.


