دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان بانک:کابل ته د ۴۰ میلیون امریکايي ډالرو مرستې بلې کڅوړې رسېدو...

افغانستان بانک:کابل ته د ۴۰ میلیون امریکايي ډالرو مرستې بلې کڅوړې رسېدو خبر ورکړ.

ويب ډیسک

د افغانستان بانک له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې د نغدي بشري مرستو په دوام نن سې شنبه کابل ته د ۴۰ میلیون امریکايي ډالرو مرستې بلې کڅوړې رسېدو خبر ورکړ.
یاد بانک له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د هر کلي ترڅنګ د بانکي سکټور له لار د مرستو پر لګېدو ټينګار کړی دی.
د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې دغه پیسې په کابل کې یوه سوداګریز بانک ته انتقال شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) د اکتوبر میاشتې پر څلورمه ویلي و چې په تېر یوه کال کې د نړیوالې ټولنې د نغدي بشري مرستو په لړ کې دغه هیواد ته څه باندې یو میلیارډ ډالر راوړي دي.
یوناما ویلي و چې دا د اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو لپاره دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه