یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغان لوبډلې سیاله سریلانکایي لوبډله په ۶۰ منډو له ماتې سره مخ...

افغان لوبډلې سیاله سریلانکایي لوبډله په ۶۰ منډو له ماتې سره مخ کړه

ويب ډیسک

افغان اتلانو نن د سریلانکا لوبډلې پر وړاندې د لوبې د پچې له ګټلو وروسته د توپوهنې پرېکړه وکړه چې د اتو ویکټو له غورځېدو سره یې د ټولو ۵۰ اورونو په لوبولو سره له سیال لوري ۲۹۴ منډې واخیستې او د سریلانکا لوبډلې ته یې د ۲۹۵ منډو هدف وټاکه.

ورپسې افغان توپ اچوونکو ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه چې له منځه یې فضل الحق فاروقي څلور، ګلبدین نایب درې، یمین دوه او راشدخان یوه ویکټ واخیسته او سیال لوری یې د ۲۳۴ منډو له ترلاسه کولو وروسته په ۳۸ اورونو کې له ډګره بهر کړ او د بریا ویاړ یې د افغانستان په نوم کړ.

 

#AfghanAtalan | #CWCSL | #AFGvSL | #SuperCola | #KamAir

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه