دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد لومړي ځل لپاره د وینې جوړ شوي حجرات انسانانو ته ولېږدول...

د لومړي ځل لپاره د وینې جوړ شوي حجرات انسانانو ته ولېږدول شول

ويب ډیسک

د لومړي ځل لپاره لابراتور کې جوړ شوي د وینې سرې حجرې د یوې ازموینې په پایله کې دوه داوطلبانو ته لېږدول شوي، چې د څېړونکو په وینا منفي اغېز نه لري او سم کار کوي.

د وینې دغه حجرې چې له اصلي وینې لاسته راغلي، کولای شي د هغه ناروغانو درملنه کې چې په منظم ډول وینې ته اړتیا لري، مرسته وکړي.

د بریسټول پوهنتون پروفیسور اشلي تویي چې په یاده ازموینه کې یې ګډون درلود وایي، “دا ستونزمنه او حیرانوونکې ازموینه له اصلي حجرو څخه د وینې تولید برخه کې یو لوی ګام دی، خوښ یو چې سم کار کوي.”

د راپورونو له مخې دا وینه د اصلي وینې په پرتله ځکه سم کار کولای شي چې اصلي وینه ۱۲۰ ورځې عمر لري او د بېلابېلو عمرونو له څښتنانو اخېستل کیږي، خو دا وینه تل تازه وي او باید سم کار وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه