ليک : فضل اشنا
موږ په عامه ژوند کښې د تللو دپاره ترازو او د ګچولو يا ناپولو دپاره ګز يا مېټر کاروو ، خو د خبرو د ليک په مرسته که نثر وي،که نظم د تللو او ناپولو دپاره عروض په نوم علم لرو، عروض هغه علم دئ چې خبري په تلل کيږي،ناپ کيږي او تراشل کېږي. چې ډېری وخت په نظم کې کار ورڅخه اخيستل کېږي، له ډېره وخته مي د پښتو د شعر تلل او ناپول په ادبي ډګر کې پر زړۀ وو، هغه په دې چې ما د انګليسي ژبي عروض لوستې وو ، خو په پښتو که مي نه وو لوستې، د عروض د زده کولو او لوست کولو اړتيا دا ده، چې که يو شاعر وغواړي چې خپل شعر ته د علم او شعريت کميس ور واغوندي نو دي د شعر پېژندني سره سره د عروض پېژندنه هم مطالعه کړي تر څو په خپل شعر کې خوند او ژوند پيدا کړي، د خپل ځان يوه وړکې تجربه درسره شريک کوم هغه دا چې هر وخت به مې په شعر کې د غزل يا ازاد نظم کوډل ودرول، ډېره به ناتراشه او تېره بېره معلومېده، او داسې خوند به يې نه کوئ لکه د نورو پخو شاعرانو کوډل، نو مې شعرستان او پښتو عروض نومي کتابونه ورته مطالعه کړه.
ولي چې رسول حمزاتوف په خپل ژوند ليک “ميرا داغستان ” کې ليکي چې هر هغه شاعر چې د ژبي هر اړخيز معلومات نه لري داسي دئ لکه يو څوک چې لامبوزن نه وي او درياب ته ورولوېږي. نو ما هم د شعر د تللو او ناپولو دپاره د پښتو عروض مطالعه کړ .
د پښتو عروض په نوم کتاب ښاغلي استاد دروېش دراني ليکلی دئ، چې دويم ځل په 2010م کال په 264 مخونو کښې د صحاف نشراتي مؤسسې لخوا چاپ سوی دئ، په ياد کتاب کښې ښاغلي استاد دروېش دراني هم د پښتو د شعر دپاره د پښتو عروض اړتيا احساس کړې وه چې ياد کتاب يې په پښتو کښې د پښتو د شعر او نظم دپاره وليکئ.
په ياد کتاب کښې د شعر د لومړنيو بنسټونو لکه قافيه ، رديف ، روي رديف سره سره يې د نظم، غزل ، ازاد نظم، سپين شعر دپاره تله جوړه کړېده چې په کښې
سېلاب ، او د هغه قسمونه، خج او د هغه قسمونه، رکن ، د هغه قسمونه او کارونه .
بحر او د هغه پېژندنه و قسمونه. پښتو شاعري او عروض، آزاده شاعري و عروض.
او ورسره لنډ سېلاب اوږد سېلاب
رکن اوږد رکن ، لنډ رکن ، حرفي رکن ، روغ رکن ، مات رکن، دا او دې ورته نور شرایط يې را پېژندلي دي .
تر ټولو مې ښه معلومات په کښې دا وموندل چې په شاعري کې اول ازاد نظم د پښتو دئ چې په مخزن السلام کې اخوند دروېزه په 1603 / 1612 کې راوړی دئ. خو انګرېزي ازاد نظم په 1855 کې امريکايې شاعر والټ ويټېمن ليکلی دئ، د اخوند دروېزه ازاد نظم د عروضو په تله پوره دئ ، دويم مې دا معلومات په کښې وموندل چې پر ازاد نظم يا شعر لومړی تنقيد هم په پښتو کې سوی دئ، خوشحال بابا په سوات نامه کې پر هم دغه کتاب تنقيد د عروض په رڼا کې کړی دئ. دريم مې دا معلومات په کښې وموندل چې په پښتو کې لومړی عروض خوشحال بابا بيان کړي دي، په پښتو کلاسيک پېر کې نوره بيخي ډېره کمه شاعري سته چې شاعر يې د عروضو د چوکاټ سره هيڅ علاقه نه لري. زکه د عروض علم ډېر راورسته پوهانو را منځ ته کړ ، عربي او فارسي عروض پښتو ته هيڅ کار نه کوي ، د پښتو شاعري په انګليسي عروضو کښې تلل يا ناپېدلای سي ولي چې د دواړو ژبو سېلاب پر واول يا حرکت حسابل کيږي .
دا کتاب د هر شاعر دپاره د شعر لارښود دئ، چې مطالعه سې بيا شاعر ته خپل شعر معلوميږي چې څومره تراش غواړي . عروض د شاعر سره د شعر د ليکلو په وخت کې ډېره مرسته په دې سوب کولای سي چې شاعر د فني تنقيد څخه د کلا تر دروازې پوري خلاس وي . کره کتونکي هم بايد د شعر د تنقيد دپاره ياد کتاب مطالعه کړي ، ولي چي په ياد کتاب د شعر بنسټونو او اساسي شرائط ليکل سوي دي.


