ويب ډیسک
د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني افغانستان کې د پاکستان له سفیر عبید الرحمان نظاماني سره کتلي او په کراچۍ کې یې د افغان کډوالو د ځورونې په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې حقاني دې لیدنه کې وویل د افغانانو ځورول به د دواړو هېوادونو ښو او دوستانه اړیکو ته زیان ورسوي.
د پاکستان سفير د افغانانو ځورونه د دواړو هېوادونو د ګډ دښمن کار وګڼه او ویې ویل، چې دوی غواړي د پاکستان او افغانستان په دوستانه اړيکو کې ستونزې رامنځته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال نیولي او زنداني کړي یې دي، چې دې چارې ګڼ شمېر غبرګونونه راپارولي دي.


