سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ترکیې پلازمېنه کې د ۵ افغانانو مړي موندل شوي

د ترکیې پلازمېنه کې د ۵ افغانانو مړي موندل شوي

ويب ډیسک

د ترکیې پولیسو د پلازمېنې انقرې په یوه کور کې د پنځو افغانانو مړي موندلي چې د چړو په ګوزارنو وژل شوي ؤ.

ترکي رسنیو د پولیسو په حواله راپور ورکړی، چې دا پنځه جسدونه له هغه وروسته موندل شوي چې د کورنۍ غړو يې له پولیسو سره اړیکه نیولې او داسې ښکاري چې دغه افغانان یوه اونۍ وړاندې د چاقو ټپونو له امله مړه شوي وي.

د انقرې د والي دفتر په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د هغو پنځو کسانو د وژنې په اړه پلټنې روانې دي چې بهرني اتباع ګڼل کیږي.

تر اوسه د دې پېښې څرنګوالي او د قربانیانو هویت په هکله کره معلومات نشته.

د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د اقتصادي ناورین او نورو ستونزو له امله ګن شمېر افغانان کډوالۍ ته اړ شوي او د ترکیې په ګډون بېلابېلو هېوادونو کې په سختو کارونو بوخت دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه