سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههند وايي:نړیوالې ټولنې د افغانستان وضعیت ته پوره پاملرنه نه ده کړې

هند وايي:نړیوالې ټولنې د افغانستان وضعیت ته پوره پاملرنه نه ده کړې

ويب ډیسک

د هند بهرنیو چارو وزیر جې شنکر له خپل روسي سیال سره په یوه ګډه خبري غونډه کې افغانستان کې د تروریستي فعالیتونو مسئله لا هم د اندېښنې وړ بللې او ویلي یې دي، چې نړیوالې ټولنې د دې هېواد وضعیت ته پوره پاملرنه نه ده کړې.

جې شنکر همداراز افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، چې نوي ډیلي له افغانستان سره خوراکي او روغتیايي مرستې کړي او لا هم هڅه کوي چې د دغه هېواد له خلکو سره د مرستې لپاره لاره ومومي.

مسکو کې د جې شنکر او د هغه روسیې سیال سرګي لاوروف ترمنځ په لیدنه کې افغانستان کې د بشري ناورین او ترهګرۍ ودې سربېره د ایران اټومي هوکړې د بیا نوي کېدو او یو لړ نورو سیمه‌ییزو مسئلو په هکله خبرې اترې شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه