دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پښتنو د اصل نسل په حقله د مستشرقينو نظريات

د پښتنو د اصل نسل په حقله د مستشرقينو نظريات

لیکنه : سعید نور اپریدی 

اول د دې نه چې زه د مستشرقينو نظريات د پښتنو د اصل نسل په حقله وړاندې کړم غواړم چې دا مستشرق تورے درباندې وپيژندم ـ
مستشرق هغه بهرنے يا بهرني وګړي يعني چې د مشرقي خطې سره تعلق نه لري د بهر يعني يورپ امريکه ، روس ، فرانس سره تعلق لري او د مشرق په ژبو او علومـو عبور لري هغه ته پا هغو ته مستشرق يا مستشرقين واٸي ـ

اوس راځو او هغه مستشرقين ګورو چې د پښتنو اصل نسل په حقله ٸې خپلې نظرٸې د مختلفو بنيادونو په اساس وړاندې کړې دي ـ

ړومبنے مستشرق چې د پښتنو د اصل نسل په حقله ٸې خپله نظريه وړاندې کړې ده هغه د بنګال ايشيا سوساٸټې چيٸرمين سر وليم جونز دے ـ دې سړي په وړومبي ځل د مغربي پوهانو توجو د پښتنو د اصل نسل اړخ ته راوګرځوله او په لنډو الفاظو کښې ٸې دا اووٸيل چې شايد چې پښتانه يهود النسل وي ـ
دويم مسترش هنري وينسټارټ دے ـ دې سړي سر وليم جونز ته يو خط ليکلے وو او دا ٸې ورته وٸيلي وو چې ما د اسرار الافاغنه په نوم يو کتاب پيدا کړے دے چې زه به يې د انګريزۍ ژباړې سره دروليږم ـ په واپس خط کښې جونز ورته ليکلي دي چې د بني اسرائيلو هغه لس ورکې قبيلې چې د ارسريت ملک ته لاړې وې او بيا هغلته ميشته شوې ـ خو د فارسۍ معتبر تاريخونه واٸي چې پښتانه يهود السنل دي او پښتانه خپله هم واٸي چې مونږ يهود النسل يو ـ که هر څو افغانانو د خپل اصل نسل د پټولو کوشش کړے ـ خو ما د پښتو يو لغت د کلدانۍ ژبې سره کتلے دے چې خپلو کښې ډېر زيات مماثلت لري ـ او د افغانانو يوه وسيع علاقه هزاره يا هزاره جات په نوم پينژندلے شي ـ زه د پښتو ژبې او ادب په حقله د څيړنې باندې زور ورکوم ”

دا خط جونز په 1784ء کښې ليږلے وو ـ
دې سړي اخري نتيجه چې کومه اخذ کړه هغه دا وه چې پښتانه بني اسرائيل دي ـ

د جونز نه پس چې کوم مستشرق راځي هغه جارج روز دے ـ دې سړي په دې حقله بلها کتابونه ليکلي دي او دا کوشش ٸې کړے دے چې پښتانه يهود دي ـ
د ده نه پس اليګزنډر برنز دے ـ د دې مستشرق په حقله وٸيل کيږي چې دا وړومبے محقق دے چې د پښتنو د تاريخ په حقله ٸې تفصيلي کار کړے دے ـ دا سړےپه 1841ء د کابل د خلقو دلاسه مړ کړلے شوے وو ـ د دې سړي د کتاب نوم (بخارا پورې سفر) په دې کتاب کښې د چه په کابل کښې کوم تحقيق کړے دے دې نتيجې ته رسيدلے چې پښتانه بني اسرائيل دي ـدا سړے واٸى چې د تورات په حقله پښتانه څوک بني اسرائيل يا يهود ګڼي نو دا د تورات سره څه مماثلت نه لري ـ خو مخکښې دا واي چې البته د يهودو او پښتنو مخونه يو شان دي او پښتانه خپله هم واٸي چې مونږ يهود النسل يو ـ خو مخکښې وايي چې پښتانه د يهودو سره سخت تعصب ساتي او بغير د دليله ځان يهود النسل نه ګڼي ـ دې سړي د امير دوست محمد خان سره هم د پښتنو د اصل نسل په حقله بحث کړے وو او هغه هم ورته وٸيلي وو چې پښتانه اصل يهود دي ـ

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه