ويب ډیسک
په پکتیا ولایت کې د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو پرانیستلو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سې شنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دې څېړنې کیږي چې یاد ښوونځي په کومو شرایطو او چا په امر پرانیستل شوي دي.
هغه وویل چې د ښوونځيو پرانیستلو په اړه د پوهنې وزارت لخوا خبر ورکول کیږي.
نوموړي زیاته کړه: “د ښوونځيو درسونه چې پيلیږي هغه به د پوهنې وزارت لخوا اعلان کیږي.دا چې تاسو د پکتیا یادونه وکړه تر څېړنو لاندې ده، بلې په ټولو ولایتونو کې د درسونو یوه اړتیا ده، خو کله چې ان شاءالله اجازه تر لاسه کړه او شرایط ورته برابر شوه د پوهنې وزارت به یې په ټول هیواد کې یو ډول پيل کړي.دا چې په پکتیا ولایت کې د یو مورد یادونه کیږي، دا تر اوسه روښانه نده چې د چا په امر شوي، او څه ډول شرایط چمتو شوي دي او یا څېړنو او تحقیق ته اړتیا سته او کنه، موږ به په دې اړه وروسته معلومات ورکړو.”
د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس نن امریکا غږ ته وویل چې په مرکز ګردېز او څمکنیو ولسوالیو کې د نجونو تر شپږم پورته څلور ښوونځي د خلکو او ښوونځیو د مدیرانو لخوا پرانیستل شوي دي.


