دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد قرغېزستان پخوانۍ ولسمشره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې...

د قرغېزستان پخوانۍ ولسمشره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وټاکل شوه

ویب ډیسک

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د قرغېزستان پخوانۍ ولسمشره روزا اوتونبایوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې ځانګړې استازې په توګه ټاکلې ده.

اوتونبایوا، چې د قرغېزستان د بهرنیو چارو وزیره هم پاتې شوې، د دېبورا لاینز ځای‌ناستې په توګه به په افغانستان کې خپل نوی ماموریت پيل کړي.

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې راغلي، مېرمن اوتونبایوا د رهبرۍ او دیپلوماسۍ په برخه کې ۳۵ کلنه تجربه لري.

نوموړی له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۱ کال پورې د قرغېزستان ولسمشره وه او درې ځلې يې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیرې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

اغلې اوتونبایوا په ۱۹۹۱ کال کې د قرغېزستان د لومړي وزیر مرستیاله وه، له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې د دغه هېواد د پارلمان غړې پاتې شوې او له ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۰۲ کال پورې په انګلستان کې يې د قرغېزستان د سفیرې په توګه کار کړی دی.

روزا اوتونبایوا د مسکو له دولتي پوهنتونه د فلسفې په برخه کې دوکتورا لري او په روسي، قرغېزي او انګليسي ژبو روانې خبرې کوي.

اوتونبایوا په داسې حال کې دغه مسؤليت په غاړه اخلي، چې د طالبانو له واکمنۍ یو کال وروسته افغانستان د یو ستر بشري او اقتصادي ناورین سره مخ دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه