ويب ډیسک
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) استازي الکساندر بودیروزا په یوه مرکه کې وویل، چې دا نوې خبره نه ده، که زه ووایم په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو بد هېواد دی.
بودیروزا وویل، چې افغانستان په یوه خطرناکه دوهلارې کې دی او وضعیت ډېر سخت دی. د دغه هېواد نجونې او ښځې په پرله پسې ډول د خپلو حقونو له کمزورۍ سره مخ دي، نجونې ښوونځي ته نه شي تلای او ښځې کار، مدني او سیاسي ګډون ته لاسرسی نه لري.
هغه زیاته کړه چې ۹۵سلنه وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. ۳۰سلنه عاید کم شوی او د کال په اوږدو کې به ۴۰سلنه خلک بې کاره شي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق استازي د افغانستان د روغتیايي او اقتصادي نظام سقوط په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل، د ترسره شویو څېړنو پر بنسټ مو موندلې، چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به شاوخوا ۵۱زره د میندو مړینه او ۴.۸میلیونه ناغوښتل شوې امیدوارۍ رامنځته شي.
افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه هېواد په ساري ډول له ننګونو سره مخ دی او خلک له یوه بشري ناورین سره مخ دي.


