سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد طالبانو دفاع وزير د څرګندونو په اړه پاکستان خواشيني ښودلې

د طالبانو دفاع وزير د څرګندونو په اړه پاکستان خواشيني ښودلې

ویب ډیسک

پاکستان د طالبانو د دفاع وزارت چارسمبالي مولوي محمد یعقوب هغه خبرو په وړاندې ژوره خواشيني ښودلې چې په کې ادعا شوې وه امريکا په افغانستان کې د بې پيلوټه الوتکو عمليات د پاکستان هوايي حریم څخه په استفادې ترسره کوي.

تېره ورځ د طالبانو د فاع وزارت چارسمبالي، مولوي محمد يعقوب ملت ته د حساب ورکولو غونډه کې وويل، چې د امريکا بې پيلوټه الوتکې د پاکستان له لارې افغانستان ته داخلېږي او د دې هېواد له فضايي حريمه ګټه پورته کوي.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزات بيا وايي، چې له شواهدو پرته داسې اټکلي تورونه د خواشینۍ وړ دي او د ډېپلوماتیکو اصولو سره په ټکر کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل کې د القاعده شبکې مشر د وژل کېدو تر ادعا وروسته پاکستان کې د امریکا لخوا د دغه هېواد د هوايي حریم د کارېدو په اړه بحثونه جدي شوي دي.

په ورته وخت کې د پاکستان مخکيني صدراعظم او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان په ګډون د دغه هېواد د اپوزیسون ځینو مشرانو هم په دې اړه د پاکستان له حکومته د وضاحت غوښتنه کړې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه