ويب ډیسک
د طالبان د ملي دفاع وزارت چارسمبالي مولوي محمد يعقوب مجاهد ملت ته د حساب ورکولو غونډه کې وويل، چې امريکايانو له افغانستانه د وتلو پرمهال د رادار سيستم په بشپړ ډول له منځه وړی دی.
هغه زياته کړه، چې د معلوماتو پر بنسټ، د امريکا بې پيلوټه الوتکې د پاکستان له لارې افغانستان ته دننه کېږي او د پاکستان له هوايي حريم څخه ګټه پورته کوي.
د طالبانو د ملي دفاع وزارت چارسبمالي ويلي، موږ له پاکستانه غواړو څو له خپل هوايي حريم څخه زموږ پر ضد ګټه پورته نه کړي.
مولوي محمد یعقوب د طالبانو يوازينی چارواکی دی، چې نن يې په ازاده توګه په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې په اړه څرګندونې وکړې.
څه موده مخکې، د القاعده ډلې مشر ايمن الظواهري د امريکايي بې پيلوټه الوتکې د بريد په پايله کې په کابل کې ووژل شو.


