لیکنه :داود افغان
د امان الله خان د هغه مهال د شاهي ګارډ یو ساتونکی سید محمد حسین چې په موزیک مشهور دی، د امان الله خان د لوړو هیلو اړوند وايي: ښه مي په یاد دې چې کله د دارالامان ماڼۍ د بنسټ ډبره ايښودل کېده او یادو مراسمو ته ګڼ شمېر خلک راټول شوي او موږ شاهي ګارډ د سیمې امنیت نیولی و، د قرآن کریم یو سورة تلاوت شو، ورپسې امان الله خان راغی، له جېبه یې د سرو او سپينو زرو سکې راوکښې او تهداب ته یې واچولې. بیا یې جېب ته لاس دننه کړ او د سرو زرو سکه یې راوکښله او بيا یې خلکو ته وویل: زما هیله داده چې یو وخت یو عادي افغان چې پر خره سپور وي او جېب ته لاس کړي او د سرو زرو داسې یوه سکه راوباسي. نو هغه وخت به زه شکر وکړم چې افغانستان، افغانستان شو.
د غازي امان الله خان د ملي غرور عظمت
د امان الله خان د ملي غرور عظمت او لوی والی کولای شو، چې د وتلي شاعر ارواښاد خلیل الله خلیلي او د هټلر د لیک څخه په روښانه ډول معلوم او په ثبوت ورسوو.
استاد خلیل الله خلیلي مشهور شاعر او د سقاو سرمنشي د امان الله خان د ملي غرور او خپلواکۍ ساتنې اړوند وايي: زه چې کله په سقاوۍ کې مزار شریف ته ولاړم، نو روسانو یو حرکت پیل کړ چې مزار شریف د امان الله خان په پلوۍ ونیسي. امان الله خان یوه ځوانمردي وکړه او ویې ویل؛ چې نه غواړم د روسانو پر مټ تاج او تخت ونیسم. په همدې خبره روسان بیرته له افغانستانه ووتل.
همدارنګه د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې ادولف هټلر په خپل یوه لیک کې غازي امان الله خان ته په خطاب کې ولیکل :
زه پوهیږم چې المان او افغان ملت له نژادي اړخه آرین دي د هم نژادۍ او ورورولۍ په اساس د آلمان دولت مکلف دی چې هغه خپل ګران ورور اعلیحضرت د ۴۸ ساعتونو په موده کې د افغانستان د سلطنت تخت او تاج ته بیا ځلي وګرځوي، د دې امر په اجراء کولو د آلمان دولت له تاسې څخه تقاضا کوي، چې د افغانستان له شمالي سرحدونو خپل نظامي او پوځي تعرض پیل کړئ د دې کار په کولو سره به د آلمان دولت له هیڅ راز مرستې ډډه و نه کړي مطمئین یم چې هغه ورور به زما وړاندیز ومني
ادولف هټلر
د لیک د رسیدو سره سم غازي امان الله خان ادولف هټلر ته غاښ ماتوونکی ځواب ولیږه :
ګران ورور ادولف هټلر ! ستا له وړاندیز څخه خبر شوم د هغه ورور لپاره باید څرګنده کړم چې زه په هیڅ رسم او نوم د افغانستان د تخت او تاج غوښتونکی نه یم، خاصتآ که هغه تاج او تخت او افغانستان ته ستنیدل د یوه پردي هیواد په ذریعه وي، که څه هم د هغه هیواد له خوا اعاده شي چې هم نژاده او ورور هیواد وي او چې هغه ستنیدنه هم د هغه پردي هیواد په سیاسي غوښتنې پورې مشروط وي. زه هیڅ وخت نه حاضریږم چې د پاچاهۍ د تخت او تاج اخیستلو لپاره د افغان ملت غرور او حیثیت پایمال کړم. هیله ده چې زما معذرت ومنئ.
امان الله
امان الله خان د هیوادپال او ملت پال ارمانجن غازي ارواح دې ښاده او یاد دې یې تل پاتې وي


