ويب ډیسک
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د کندهار په غونډه کې وویل، چې موږ له نړۍ سره مثبت تعامل غواړو، خو له دوی هم تمه لرو چې افغانان پریږدي څو د نورو هېوادونو په څېر څنګه چې غواړي ژوند وکړي.
متقي زیاته کړه، دا ولسي مشروعیت دی چې موږ په یوولسو ورځو کې ټول هېواد ونیوه.
په ورته وخت کې د افغانستان د ستراتېژیکو څېړنو او پراختیايي مطالعاتو د انسټیټیوټ د یوې سروې موندنې ښي چې افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د کال په پوره کېدو سره، ۹۲ سلنه خلک د طالبانو له کړنو راضي نه دي.
په همدې حال کې د مدني او سیاسي فعالانو په ګډون د خواله رسنیو زرګونو نورو کاروونکو کابل ته د طالبانو د راتګ ورځ “د افغانستان توره ورځ” بللې او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.
همدا راز ځینو نورو بنسټونو ویلي، چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته افغانستان د بشري حقونو له یو ستر ناورین سره مخ شوی او د هېواد اقتصاد پرځېدلی دی.
خو په ورته وخت کې امیرخان متقي بیا تازه ويلي، موږ وکولای شول چې افغانستان د نړۍ له شره وژغورو.
په کندهار کې د طالبانو یوه ورځنۍ غونډه د دیني عالمانو، طالب چارواکو او قومي مشرانو په ګډون جوړه شوې وه او ویل کېږي چې په دې غونډه کې د هېواد پر عمومي مسایلو خبرې شوي دي.


