سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد خپلواکۍ جګړه

د خپلواکۍ جګړه

لیکنه: داود افغان 

جامیر امان الله خان د هيواد خپلواکي د اپریل په ۱۳ مه نېته په کابل کې په یوه عام رسمي دربار کې په لاندې الفاظو اعلان کړه:
ما خپل ځان او هيواد پوره ازاد، پخپل اختیار او خپلواک اعلام کړ. له دې وروسته به زما هيواد هغسې خپلواک وي، لکه د نړۍ نور دولتونه او قدرتونه چې دي. هیڅ باندنی هيواد به د یوه ویښته په اندازه پرې نه ښودل شي چې د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې ګوتي ووهي. او که کوم چا دغسې وکړل، زه تیار او اماده یم چې مرۍ یې پخپلې دغې کښلې تورې سره پرې کړم. ( پوهاند حسن کاکړ، زما غوره لیکنې- ۱۹۲ مخ)
د امان الله خان لخوا د خپلواکۍ تر اعلان وروسته لویې برتانیې د چترال څخه تر ایران پورې د ۲۳ مجربو جنرالانو تر مشرۍ لاندې ۳۴۰ زره پوځ چې ۳۴۰۰۰ زره حیواني حمل او نقل وسیلې، تر خیبر او چمن پورې د رېل پټلۍ، منظمې او عصري مخابرې، زره پوښونه، ټانکونه او الوتکې په واک کې درلودل. او په لوېدیځ سرحد کې د هغوی بل قوماندان جنرال ماتهن د خپلو پوځونو سره د تیارسي په حال کې و.
برعکس زموږ لوري د ۶۰۰۰۰ زره په شاوخوا کې غیر منظم ، کمزوری پوځ او قومي جنګیالي، د انګرېزانو څخه په لومړي او دویم جنګ کې د غنیمت شويو زړو ټوپکو او وسلو سره، د څلور زرو ناروزل شويو توپچیانو لخوا چې په زړو توپونو سمبال و. خو د لوړو ارادو سره د انګرېز پر وړاندې خپلې سینې سپراو سرونه نذرانې ته وړاندې کړل.
امریکايي لیکوال ارنولد فلېچر د خپلواکۍ په جګړه کې زموږ د پوځ د کمزورۍ خبره راخیستې او لیکي: افغان پوځ نه یوازې ښه روزل شوی نه و، بلکې د ښو وسلو او قوماندانانو څخه هم بې برخې و، منظم غنډونه او ارکان حرب یې نه درلودل. د سنايډر او مارټینسس په زړو وسلو سمبال وو، چې د نښې او هدف په ویشتلو کې اغېزمن نه وو.
سردار شاه محمود خان غازي چې د خپل ورور غازي محمد نادر خان سره د پکتيا په جبهه کې په جهاد مصروف و، په خپل یوه لېږل شوي راپور کې داسې ولیکل: د انګرېزانو الوتکه راغله او زموږ پر مجاهدينو یې بمبار وکړ، زموږ سرتيرو پر هغې د ټوپکو ډزې وکړې او الوتکه د هند په خاوره کې نسکوره شوه. په دې معنا چې د انګرېز لومړی را اوښتې الوتکو د افغانانو په ډزو ولوېده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه