سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان کې د بشري حقونو نقض پراخ او بوږنوونکی دی

افغانستان کې د بشري حقونو نقض پراخ او بوږنوونکی دی

ويب ډیسک

د بښنې نړيوال سازمان د طالبانو د واکمنۍ په يو کلنۍ سره تېر يو کال کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د نقض په اړه يو راپور خپور کړی دی.

دغه راپور چې “د طالبانو واکمني، يو کال تاوتريخوالی، له مجازاتو معافيت او د دروغو وعدې” تر عنوان خپور شوی ښيي، چې افغانستان کې د بشري حقونو نقض پراخ او بوږنوونکی دی.

د بښنې نړيوال سازمان ويلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقضونو بشپړ پوښښ ناممکن دي، خو د ځينو جدي نقضونو مستندول د طالبانو له لوري د نه ځواب او وضعيت ته د نه رسېدنې په موخه د کمزوري نړيوال غبرګون څرګندونه کوي.

دغه راپور په اوو برخو کې جوړ او مستند شوی دی: (د ښځو او نجونو د بشري حقونو سخت وضعيت، د بيان ازادي، په خپل سري توګه نيول، د قومي او مذهبي لږکيو ربړول او ورسره بد چلند کول، په اجباري توګه تخليه کول او مېشت کول).

د بښنې نړيوال سازمان په افغانستان کې ژوند په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره ناروين زېږوونکی بللی او ويلي يې دي چې طالبانو په خپل ژمنو عمل نه دی کړی او خلک سخت ناهيلي شوي دي.

دې سازمان له طالبانو غوښتي چې په ټول افغانستان کې د بشري حقونو د نقض مخنيوی وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه