دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامیر خان متقي:متوازن او اقتصاد محوره سیاست او پالیسي لرو

امیر خان متقي:متوازن او اقتصاد محوره سیاست او پالیسي لرو

پښتو جرنل 

د ۱۵ اګست د طالبانو د واکمنۍ ترلاسه کولو لومړی کلیزې په مناسبت کابل کې جوړې شوې غونډې ته وینا په مهال د طالبانو بهرنیو چارو وزیر ‏امیر خان  متقي وویل
کله چې موږ د بریا نوم اخلو؛ نو باید د هغو شهیدانو قربانۍ هم په یاد ولرو، چې د اشغال په وړاندې یې تاندې ځوانۍ د الله له دین څخه ځار کړې.
‎‏متقي زیاته کړه
د ملت د اسلامي نظام د اقامې له پاره دوه میلیونه ککرۍ قربان کړې.
یو وخت دلته اعلانونه کیدل چې چې په فلان زندان کې دې ننوي بلاکونه جوړ شي.
دلته زندانونه له مظلومو افغانانو ډک وو.
خو اوس زندانونه خالي او تش دي.

‏متقي‌په خپله وینا کې وویل چې موږ له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړو.
متوازن او اقتصاد محوره سیاست او پالیسي لرو.
د هیچا سره تنش نغواړو.
ټولو هیوادونو ته مو اطمینان ورکړی، چې د افغانستان خاوره د هیچا په ضد نه استفاده کیږي.

‏موږ مثبت تعامل غواړو، موږ له خپلو مخالفینو سره د بهترینو اخلاقو او تلطف لاره نیولې.
ټولو ته عفوه شوې او هم یې حفاظت کوي.
باید د اسلامي امارت کړنې تقدیر شي.

امیر خان ‏متقي زیاته کړه چې
موږ دوي  چلینج کړل، چې تاسي د همه شمول خبره کوئ، ایا تاسي کومه نمونه لرئ چې په دې څو لسیزو کې راغلي، د کمونستانو نظام همه شمول و، که د اشرف غني او کرزي ادارې فراګیره وې؟ باور وکړئ، چې ځواب یې نه درلود.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه