ويب ډیسک
د راپورونو له مخې د ننګرهار ولایت ځینو سیمو کې د تیرې شپې بارانونو او سېلابونو خلکو ته سخت ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
ویل کیږي سېلابونو د یاد ولایت بهسود او چپرهار ولسوالۍ، د خالص بابا فامیلۍ او بیز اکمالاتي سخت ځپلي دي.
د سیمي خلکو له امریکا غږ سره خبرو کې د سېلابونو له امله د ۹ کسانو مړینه او لسو کسانو ټپي کېدل تائید کړل. خو ویل کیږي چې د مرګ ژوبله کچه تر دې هم لوړه ده.
دوی وايي، سېلاب ځپلې کورنۍ بېړنو مرستو ته اړتیا لري او مرستدویه خیره بنسټونه یې باید غم وغوري.
ویل کیږي چې د تیرو دوو ورځو راپدېخوا د افغانستان په ځينو نورو ولایتونو کې هم سېلابونو خلکو ته زیات ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.


